BBC
 شاته

هندوستان ټایمز: نوې ډیلي او کابل د اسلام اباد ګوښه کولو ته لاس یو کړی

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې چې عنوان یې دی هند او افغانستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د پاکستان ګوښه کولو ته یو لاس شوي دي، وايي چې نوي ډېلي او کابل به نړیوال ټولنې ته د دې پيغام د استولو لپاره چې د سویلي اسیا د نا آرامیو د ستونزو اصلي سرچینه چیرته ده، هیله ولري چې د آسیا زړه په کنفرانس کې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګوښی کړي.