د امریکا د استازو مجلس دفاعي بودجه تصویبوي
د جمهوري غوښتونکي گوند په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د استازو مجلس د ٦١١ میلیاردو دفاعي بودجې د لایحې د تصویبولو هڅه کوي.
د استازو د مجلس غړي همداشان د هغې دفاعي لایحې ملاتړ کوي چې جمهور رئیس بارک اوباما تیره میاشت پنځه اعشاریه اته میلیارده ډالر د جگړې اړوند مصارفو لپاره غوښتي وو.
له دغې شمیرې نه دوه اعشاریه پنځه میلیارد ډالر په افغانستان کې د راتلونکي کال تر اوړي پورې د ٨۴٠٠ امریکایي سرتیرو په ساتلو مصرفیږي او شاوخوا درې ٣٧٣ میلیونه به یې د داعش پر ضد په هوایي بمباریو ولگول شي.
دا لایحه د گوانتنامو د زندان د تړولو او د دفاع وزارت له لورې د پوځي اډو د راکمولو مخنیوی کوي او په تیرو شپږو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکایي پوځیانو معاشونه زیاتوي.
ټاکل شوی چې د امریکا د استازو مجلس د جمعې په ورځ په دې اړوند رایه ورکړي.
په دغه دفاعي لایحه کې په کالیفرنیا کې میشت د زرگونو سرتیرو د هغو بخششي پیسو بیرته ورکول هم شامل دي چې د افغانستان او عراق جگړو ته یې د تگ لپاره د نوم لیکنې پر وخت ترلاسه کړې وې.
د دفاع وزیر په توگه د جنرال متیس نوماندي
له بلې خوا منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو پخوانی امریکایي جنرال چې په افغانستان کې یې خدمت کړی د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ته ونوماوه.
د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس دوتنالد ټرمپ متقاعد امریکایي جنرال متیس چې په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو قوماندان و د امریکا د دفاع وزیر په توگه نوملی دی.
ښاغلي ټرمپ د اوهایو په ایالت د وینا پر مهال دغه جنرال د راتلونکي دفاع وزیر په توگه ونمواوه، خو د جنرال متیس د ټاکنې لپاره د دفاع وزارت په اړه د فدرالي قانون بدلولو ته اړتیا ده.
ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ به د دوشنبې په ورځ په رسمي توگه ښاغلی متیس د امریکا د راتلونکي دفاع وزیر په توگه معرفي کړي.
متیس، په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځانگړو قواو د مشرتابه پر وخت ویلي وو چې د هغه خوښیږي چې وجنگیږي. هغه په "لیوني سپي" شهرت لري.
ښاغلي ټرمپ جنرال متیس ی، لایق او د اوسني عصر جنرال جورج اس پتون گڼلی دی. جنرال جورج اس پتون په دوهمه نړیواله جگړه کې په اروپا کې د امریکا لوړپوړی قوماندان و.
که چیری د سنا مجلس د جنرال متیس نوماندي ومني او هغه تائید کړي، د امریکا کانگرس مجبور دی چې هغه قانون لغوه کړي چې وایي د دفاع وزیران باید لږ تر لږه اوه کاله دمخه له پوځ نه تقاعد شوي وي. ښاغلي متیس په ٢٠١٣ کې تقاعد کړی دی.