ولسمشر غني د جنرال غوري د جنازې په مراسمو کې ګډون لپاره هرات ته تللی
ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د جنرال محيالدین غوري د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ولایت تللی دی.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني هرات ته په رسیدلو سره د ۲۰۷ ظفر قول اردو روغتون ته ولاړ او د جنرال محيالدین غوري او د ملي اردو د یو افسر، چې تیره سېشنبې د هلیکوپټرې د لویدلو پېښه کې ووژل شول، د کورنیو له غړو سره خواخوږي څرګنده کړه.
وروسته له هغې د افغانستان ولسمشر د جنرال غوري تابوت په خپلو اوږو تر ټاکلي ځای پورې ولیږدوه.
د جنرال غوري، د جنازې مراسمو لپاره په هرات ولایت کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د جنازې له مراسمو وروسته د جنرال محيالدین غوري د ژوند لنډه سوانح ولوستل شوه او په دفاع وزارت کې د هغه د کارنامو یادونه وشوه.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت عمومي رئیس، د ولسي جرګې یو شمیر غړي، د هرات او فراه والیان او د هرات یو شمیر اوسیدونکي ګډون لري.
د ظفر ۲۰۷ قول اردو قومندان جنرال محيالدین غوري د سېشنبې په ورځ د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د مورچاق په سیمه کې د هلیکوپټرې د لوېدو پېښه کې ووژل شو.
په دې پېښه کې د بادغیس ولایت د ملي امنیت رئیس، د ولایتي شورا مشر او د ملي اردو یو افسر ټپیان شوي وو، چې یاد افسر یوه ورځ وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
جنرال محيالدین غوري وروسته له هغې د ظفر ۲۰۷ قول اردو قوماندان وټاکل شو، چې د دغې قول اردو پخواني قوماندان تاج محمد جاهد د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده پیل کړه.