عبدالرحيمزی:د لومړيتوبونو د طبقه بندۍ په اساس بودجه جوړه شوې
د مالیې وزارت د عامه اړيکو ريس او وياند اجمل حميد عبدالرحيمزی امريکا غږ اشنا ته وويل:
کلنۍ بودجه د هيواد د اساسي قانون په رڼا کې د هيواد د لومړيتوبونو، ټولنيز توازن په نظر کې نيولو، د ملي پروژو او برنامو د موثريت په اساس جوړه او ټاکل کيږي
ښاغلي عبدالرحيمزي زياته کړه په بودجه کې د کرنې، کليو پراختيا، ښوونې روزنې او لوړو زده کړو برخو ته ډيره پاملرنه شوې.
د ماليي وزارت وياند د١٣٩٦کال په بودجه کې توازن ته د پام يادونه وکړه او ويي ويل هغه ولايتونو ته د ماليي وزارت سږکال ډيره بودجه په نظر نيولې چې د پرمختگ کچه يي تر نورو ولايتونو ټيټه ده.
د مالیې وزارت د عامه اړيکو ريس او وياند اجمل حميد عبدالرحيمزې سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته واورئ :
0:06:13
0:00:00
/0:06:13