شاته

سروې: امریکایان د وسلو ساتلو خلاف د قوانینو غوښتونکي دي

په امریکا کې، تر پخوا اوس ډیر خلګ د وسلو د ساتلو په ارتباط د سختو قوانینو غوښتونکي دي. خو، خلګ خوشبین نه دي چې کانګرس دې په دې اړه سریع اقدام وکړي.

یوه نوې سروې، چې د اسوشیټیډ پرس او یوې جرمني مؤسسې لخوا شوې، ښيي چې د درېیو نه دوه امریکایان د وسلو د ساتلو په ارتباط د سختو قوانینو غوښتونکي دي.

د دغه سروې ګډونکوونکو د نیمه اټوماتیکو وسلو په خرځلاو باندې د بندیز غوښتنه کړې او دا یې هم ویلي چې د توپکو د هغو ججرو یا جاغورونو په خرڅلاو باندې دې هم بندیز ولګول شي چې تر ۱۰ ډیرې مرمۍ خوري.

د سروې د ګډونکوونکي نظریات د ګوندونو په حساب هم سره ویشل شوي وو. ۸۷ فیصده دیموکراتانو د وسلو د ساتلو په خلاف د سختو قوانینو غوښتنه کوله خو دغه بیا هغه څه دي چې یوازې ۴۱ فیصده جمهوري غوښتونکو یې طرفداري کوله.

په عمومي لحاظ، سروې ښيي چې په امریکا کې د وسلو د ساتلو خلاف د سختو قوانینو د وضع کولو طرفداران تر پخوا ډیر شوي دي.

به سروي کې زیاتره ګډونکوونکو ویلي دي چې دوی د دې پر ځای چې د وسلو د ساتلو په اړه هر ایالت خپل تصمیم ونیسي د امریکا په سطح، یا په ملي سطح، د قوانینو د وضع کولو طرفدار دي.

خو تر ۵۰ فیصدو کمو ګډونکوونکو ویلي دي چې دوی فکر نه کوي چې د کانګرس غړي دي په راتلونکي کال کې د وسلو د ساتلو په ارتباط داسې قوانین وضع کړي چې تر اوسنیو قوانینو سخت وي.

د سروي نتایج ښيي چې امریکایان ځانونه خوندي نه احساسوي او دوی تشویش لري چې د دوی یو خپل به د وسلو نه د راپيدا شوي تشدد قرباني شي.

دغه سروي د اسوشیټیډ پرس او جرمني مؤسسې جېسلشاف فور کنزومفورچینګ لخوا د جولای د اومې نیټه نه تر ۱۱ نیټې پورې شوې ده.

دغه سروي د فلوریدا د اورلندو په ښار کې د برید، او په لوزیانا او منیسوټا کې د پولیسو لخوا د دوو تورپوستو د وژلو نه لږ وروسته شوې ده. د اورلنډو په برید کې ۴۹ کسان ووژل شول او ۵۳ نور ټپیان شول.