شاته

شينواری:د اورگاډي لار به د افغانستان صادرات ډيرکړي

د دوشنبې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان د اور گاډي لار پرانستل شوه.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو وزارت پخوانې مرستيال او دا مهال په کابل کې د امريکايی پوهنتون د نړيوالې سوداگرۍ استاد مزمل شينواري امريکا غږ اشنا ته وويل:

د اقتصاد له نظره د ترانسپورت ارزانه وسيله بحري او ورپسې د اوسپنې لارده چې د يو هيواد په سوداگرۍ کې مهم رول لوبوي هغه د افغانستان و ترکمنستان د اورگاډي لار پرانستل د افغانستان لپاره يو تاريخي اقدام وباله.

ښاغلي شینواري زياته کړه له هرې سیمې نه چې اورگاډی تيريږي د هماغې منطقې د پر مختيا سبب گرځي،خلکو ته کارونه پيدا کيږي او ورسره سيمه آباديږي هغه هيله څرگنده کړه چې ددی لار پرانستل به بهرته د افغانستان صادرات ډيرکړي.

شينواری دا هم وويل د ترانسپورِتی لارو په واسطه د هیوادونو نښليدل په سیمه کې د پرمختګ او امنيت سبب ګرځي. څومره چې افغانستان په اقتصادی او سياسي لحاظ د مرکزي اسیا هيواونو پوری تړلی دی په هماغه اندازه د مرکزي اسيا هيوادونو گټې هم د افغانستان پوری تړلی دي.

د اورګاډي دا لار له ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له آقینې بندر څخه د کندز د شیرخان بندر له لارې تاجیکستان سره نښلول کیږي.

دا چې افغانستان لپاره د دی لار پرانستلو اهميت څه دی او په کومو برخو کې افغانستان تری گټه اخيستلائ شي ؟ د سوداگرۍ او صنايعو وزارت پخوانې مرستيال او دا مهال په کابل کې د امريکايی پوهنتون د نړيوالې سوداگرۍ استاد مزمل شينواري نوشابې اشنا سره مرکه کړې او په سر کې يی همدا پوښتنه ځواب کړې: