شاته

نجیب الله احمدزی: رڼې ټاکنې به کوو

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوی مشرتابه وایي چې په افغانستان کې رڼو او عادلانه پارلماني ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او هڅه یې داده چې د ټاکنو وړاندې لومړی د رایې اچونې اوه زره مرکزونه وارزوي او د رایې اچوونکو د نومونو لیست ترتیب کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس نجیب الله احمدزي، د یکشنبې په ورځ د دغه کمیسیون د رئیس په توګه د ټاکل کیدو وروسته نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې کمیسیون به د افغانستان له خلکو پټې پریکړې ونه کړي.

ښاغلي احمدزي وویل "هره فیصله چې کیږي د رسنیو څخه او نه به د ولس څخه پټه وي، یعنی پټه به یې نه ساتو مونږ به له دوی سره د ټاکنو په اړه هره موضوع شریکوو".

د ټاکنو د ځپلواک کمیسیون رئیس وویل، چې د دغه کمیسیون ټولې کړنلارې او لایحې به له سره وڅیړل شي او که چیرې د دغو کړنلارو کومه یوه یې د ټاکنو د نوي قانون سره په ټکر کې وي، هغه به د نوي قانون له مخې تعدیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوو کمیشنرانو تیره ورځ په خپلمنځي ټاکنو کې نجیب الله احمدزی د کمیسیون د رئیس، وسیمه بادغیسي عملیاتي مرستیاله، محمد قادر قریشي مالي او اداري مرستیال او ګلاجان عبدالبدیع صیاد منشي او ویاند په توګه وټاکل.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې د رایې اچونې مرکزونو ارزونه د دغه کمیسیون د کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.

ښاغلي احمدزي وویل "زمونږ پلان دا دی چې اول مونږ کار په هغو اوو زرو مراکزو چې مونږ یې لرو د هغو ټولو ارزونه وکړو، چې د قانون مطابق، د ولس په خوښه مونږ هغه مراکز تغیر او تبدیل کړو، ځکه چې د ۲۰۰۴ کال راهیسې هغه مراکز په خپل ځای باندې پاتې دي، دوهم مونږ د رایې اچوونکو لست باندې کار کوو ترڅو دقیق او د شرایکو سره سم د رایې اچوونکو لست برابر کړو".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس وویل که د رایې اچوونکو لست سم برابر شي ورسره په ټاکنو کې درغلۍ هم راکمیدلی شي.

د ټاکنو په اړه د ملي وحدت د حکومت جنجالونه

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د تیرو ټاکنو د جنجالي کیدو وروسته جمهوورئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د نوي حکومت د جوړیدلو او د واک د ویش په سر یوې موافقې ته سره ورسیدل چې د افغانستان د ټاکنیز سیستم اصلاح یې یوه برخه وه.

د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو نوي کمشنران د یو بهیر په ترڅ کې د جمهوررئیس له خوا اجرائیه رئیس سره د سلا مشورو له مخې غوره شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو د څار ځني ادارې د نویو کمشنرانو د غوره کولو بهیر باندې نیوکې کوي او شفاف یې نه بولي.

ایتوا په نوم د افغانستان د ټاکنو د څار یوې ادارې له جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله غوښتي دي چې د ټاکنو د اصلاحاتو بهیر دې د خپلو سیاسي مصلحتنو نه قرباني کوي.

دغې ادارې د نړیوالو ادارو له خوا د افغانستان د ټاکنو د نوو کمیسیونونو د غوره کولو له بهیر څخه په ملاتړ هم انتقاد کړی او د دغو نړیوالو ادارو ملاتړ یې د پټو سترګو ملاتړ په توګه یاد کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې ایتوا رئیس جان داد سپین غر امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له نوو کمشنرانو غوښتي دي چې ددغه کمیسیون په تشکیلاتو کې دې دارالانشاه تشکیلات رامنځ ته کړي.

ښاغلي سپین غر وویل " ددې لپاره چې په نوي قانون کې فعلآ د دې دارلانشاه واک کمشنرانو ته لیږدول شوی، زمونږ وړاندیز دا وو چې دا واکونه د ټاکنو د قانون په تعدیل سره پخپله دارالانشاه ته ولیږدول شي او هڅه وشي چې په دارالانشاه کې مسلکي ، تجربه لرونکي او د ښه شهرت لرونکي مامورین وټاکل شۍ".

ښاغلی سپین غر وویل دا کار به د یوې خوا د کمیسیون اعتبار لوړ کړي او د بلې خوا به دغه کمیسیون ته تجربه برابره کړي ترڅو د پیښیدونکوګواښونو د مخ کیدو پروخت دغه کمیسیون سره مرسته وکړي .