شاته

د بشارالاسد ځواکونو مهم پرمختگ کړی

د سوریې حکومتي ځواکونو د حلب ښار په ختیځ کې څو مهمې سیمې بیرته نیولي او گڼ شمیر مخالف وسلوال یې وژلي دي.

حکومتي ځواکونو د حلب ښار د بیرته نیولو ځمکني عملیات د روانې میاشتې په اولو ورځو کې پیل کړي و او د جگړې له زور اخیستو له امله په زرگونه ملکي وگړي د حکومت تر ولکې لاندی سیمو ته کډه شوي دي.

د سوریې دولتی رسنۍ د پوځ د یوې سرچینې پر اساس خبر ورکړی چې سوري ځواکونو د حلب ښار په ختیځ کې د صاخور سیمه بیرته نیولې او د وسلوالو مخالفینو لخوا چې حکومت ورته ترهگر وایي، خښ کړای شوي ماینونه یې هم خنثی کړي دي.

د سوریې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې هم خبر ورکړی چې حکومتي ځواکونه د صاخور ترڅنگ ځني نورې سیمې هم نیولي دي. ددې ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي دي چې د بشارالاسد مخالفینو ترخپل ولکې لاندې سیمو، په دریو کې یوه برخه له لاسه ورکړې ده.

حلب د سوريې مهم ښار دی او شاوخوا ٢٥٠ زره ملکي وگړي پهجگړه کې محاصره دي چې د نړیوالو اندیښنې هم راپارولې دي.

د جگړې د زور اخیستو راهیسي په زرگونه ملکي وگړي د حکومت تر ولکې لاندې سیمو او استوگنځایونو ته اړ کډه شوي دي.

د حلب څخه یو کډه شوی کس وایي "خدای دې زموږ پوځ وساتي او که د خدای رضا وه حلب به بیرته ونیول شي او موږ به وشو کړای چې خپل کورونو ته ولاړ شو."

یو بل کس وایي "موږ یو ډیر بد ژوند درلود. تحقیر شوي وو. مرگ مو په سترگو ولید. هلته خوراک او څښاک نشته."

د حلب ښار بیرته نیول به د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد لپاره ددې هیواد په روانه څو کلنه خپل منځي جگړه کې چې میلیونونه کسان یې له امله بې ځایه شوي دي، یوه ستره بریا وي.

په حلب کې د سوري ځواکونو د عملیاتو سره د روسیې هوایی ځواکونه هم پراخه مرسته کوي.