شاته

ولسمشر غني د رېل پټلۍ پرانېسته پرمختګ برخه کې ستر ګام یاد کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلۍ پرانېسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ او ثبات په برخه کې ستر ګام یاد کړ.

ښاغلي غني نن د دغې رېل پټلۍ د پرانېستې په مراسمو کې ترکمنستان د افغانستان يو نېک ګاونډى ياد کړاو ويې ويل چې تل يې له افغانستان سره ښې همکارۍ کړې دي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف هم په دې مراسموکې وويل چې د يادې کرښې پرانېسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ودې لار خلاصه کړي.

د رېل دغه پټلۍ د ترکمنستان له "امام نظر" سيمې پيلېږي او په لومړي پړاو کې به يې ٣،٥ کيلومتره برخه په افغانستان کې تېره شي.