BBC
 شاته

'جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى'

نيويارک ټايمز "پر افغان مرستيال ولسمشر د خپل سيال د وهلو او يرغملولو تور لگېدلى" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى. په مطلب کې راغلي چې جنرال عبدالرشيد دوستم تېره جمعه، په جوزجان کې د وزلوبې يوې سيالۍ پر مهال د "احمد اېشچي" په نامه خپل يو سياسي سيال وهلى ډبولى او بيا يي د ښاغلي اېشچي د خپلوانو په وينا په زوره له ځانه سره بيولى.