BBC
 شاته

د کابل خونړی برید؛ حکومت دهمزنګ د 'شهیدانو څلورلاری' ونوموه

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption تېره ورځ (اسد/زمري ۲مه) درې ځانمرګي بریدګر د معترضانو منځ ته ورغلل، دوو یې ځانونو ته چاودنه ورکړه او درېیم یې ووژل شو.

د کابل دهمزنګ څلورلاري کې د "روښنایۍ غورځنګ" پر معترضانو تر خونړی برید وروسته چې تر اتیاوو ډېر کسان پکې ووژل شول، د افغانستان حکومت ویلي؛ د برید د قربانیانو یاد ژوندي ساتلو لپاره دې د دې سیمې نوم د 'شهیدانو څلورلاري' ته واړول شي.

تېره ورځ شنبه (اسد/زمري ۲مه) د روښنایي غورځنګ تر ۸۰ ډېر پلویان د کابل په لویدیځ کې په دغه څلور لاري کې په درېیو ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ددې پېښې جزییاتو او ددې غورځنګ له نوم او د لاریون انګېزو ته له مستقیمي اشارې پرته، د کابل ښاروالۍ ته امر کړی چې د دهمزنګ څلورلاری، د "شهیدانو څلورلاری" ونوموي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "ددې هېواد تاریخ د عدالت غوښتې او ازادۍ د لارې رښتینو مبارزانو د ځلانده کارنامو شاهد دی. په دې لاره کې ددې خاورې ښځو او نارینه و خپل سر ورکړی ترڅو د دیموکراسۍ نیالګی پیاوړی او مثمر شي."

ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر محمد اشرف غني له خولې ویلي، "د هغو شهیدانو د یاد او نوم تلپاتې کېدو او هغوی ته د درناوي لپاره چې د داعش ترهګرې ډلې پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دهمزنګ څلورلاری د شهیدانو څلورلاری نومولی، ترڅو زموږ راتلونکي نسلونه په یاد ولري چې ددې هېواد وګړو د دیموکراسي او ولسواکي په کوم قیمت ترلاسه کړې."

Image copyright GETTY IMAGES

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې د "راټولېدنو (اجتماع ګانو) او لاریونونو ترسره کول منع" دي.

دغه وزارت ددې پرېکړې لپاره، د راټولېدنو، اعتصابونو او لاریونونو د پنځمې، شپږمې او ۱۴ مې مادې او همداراز د پولیسو قانون د پنځمې او لسمې مادې او د نړیوالو مدني او سیاسي حقونو کنوانسیون پر ۲۲مې مادې استناد کړی.

د کورنیو چارو وزارت دا خبره تېر ماښام په داسې حال کې وکړه چې د روښنایۍ غورځنګ معترضانو تېره ورځ د دهمزنګ څلورلاري سمه د خپل اعتراض د سیمې په توګه وټاکله او هلته سره راټول شول.

لاریون کوونکي د اعتراض کېږدیو پر لګولو بوخت وو چې د امنیتي سرچینو په وینا، درېیو ځانمرګو بریدکوونکو په ځان پورې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. پولیسو ویلي چې یو بریدګر د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی.

د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ددغه برید مسوولیت منلی دی.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption ښاغلي غني ویلي، د دهمزنګ څلورلاری یې ځکه د شهیدانو څلورلاری نومولی چې راتلونکي نسلونه په یاد ولري دیموکراسي په لږه بیه نه ده ترلاسه شوې.

اعتراض کوونکي له چاودنو وروسته بېرته په دغه سیمه کې راټول شول، خو له تېرې نیمې شپې له هغه ځایه ووتل او د کابل په لویدیځ کوټه سنګي کې د "مصلای شهید مزاري" نومې سیمې ته لاړل.

د روښنایۍ غورځنګ غړي د مړو د ښخولو لپاره لپاره چمتووالی نیسي او د هغوی د ښخولو د سیمې پر سر خبرې روانې دي.

د روښنایۍ غورځنګ د حکومت د ثور/غویي ۱۱مې پر پرېکړې اعتراض لري چې له ترکمنستان نه د ۵۰۰ ولټه برېښنا مزي دي د بامیانو پرځای له سالنګ لارې وغځول شي.

ددې اعتراض سمبالوونکي وایي، پرته له دې چې مزي د بامیانو او میدان ورګو له لارې وغځول شي، پر بلې لارې به قانع نه شي، که څه هم دولت ویلي چې بامیانو ته له بغلان نه ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي غځوي.