BBC
 شاته

مصر کې پېشلمي ته د پاڅولو دود

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مصر کې پېشلمي ته د پاڅولو دود

3 جولای 2016 - 13 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 18:56 گرینویچ

پېشلمي ته پاڅېدل ښايي اوس لويه اندېښنه نه وي، په تېره دا چې روژه اوړي کې ده، نو پېشلمی وختي کېږي او ډېر ښايي لا تر هغه وخته ويښ وي او بل د ويښولو وسايل هم ډېر دي.

خو پېشلمي ته د پاڅولو کار ډېرو اسلامي هېوادونو کې يو لرغونی دود دی.

دا د پېړيو اوږدو کې د نارينه وو کار و، چې د سهار له اذان ښه مخکې به يې خلک د خوراک څښاک او د راتلونکې ورځې روژې ته د تياري لپاره ويښول، خو اوس ښځو هم دې کار ته ملا تړلې ده.

دلال عبد القادر يوه مصرۍ ده، او کيسه کوي چې د دې دندې ترسره کول ورته څه معنا لري.