شاته

غزني کې د جنسي تیري کوونکو یوه ډله نیول شوې

د غزني ولایت د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې د جنسي تیري کوونکو او جعل‌کارانو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.

د غزني امنیه قوماندان جنرال امین‌الله امرخیل د یک‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغې ډلې د دولتي اسنادو او استعلامونو څخه په ګټې اخیستنې، تنکي ځوانان او ښځې جلبولې او ورباندې یې جنسي تیری کوه.

د جنرال امرخیل پر وینا، دغې ډلې به په قُربانیانو باندې د جنسي تیري پر مهال له هغوي څخه د پټو کامرو په مټ ویډیوګانې اخیستې او له هغې وروسته یې د قُربانیانو له کورنیو څخه د ویډیوګانو د له منځه وړلو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوله.

جنرال امرخیل وویل "دوی دلته ډير تخنیکي کسان درلودل، چې په آی ټي پوه وي، په کامرو او انجینیرۍ پوه وي، تاسې وګورۍ دلته څومره وسایل دي".

د جنرال امرخیل پر وینا دغې ډلې به غزني کې سوداګر او شتمن کسان هم د جنايي پولیسو په نامه ګواښل او له هغوی څخه به یې د پیسو غوښتنه کوله.

د تورجان په نوم د پېښې یو قُرباني چې په غزني ولایت کې د یو سوداګریز شرکت مُنشي دی وايي، چې دغې ډلې له هغه څخه په چل ویډیو جوړه کړې او وروسته یې ترې د پیسو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه "راته یې وویل، چې موږ له تا څخه شل زره ډالر غواړو، ما ورته وویل زه غریب سړی یم دلته په دوکان کې منشي یمه، بیا یې راڅخه لس زره ډالر وغوښتل خو اخر د دې لپاره چې ځان ترې خلاص کړم ما ورسره پنځه زره ډالر ومنل".

د غزني پولیس وايي، چې د دغې ډلې د کار له ځای څخه کامرې، کمپیوټرې او له ۱۲۰ زیات هغه فلمونه چې پر قُربانیانو باندې د جنسي تیري پر مهال ریکارډ شوي وو، ترلاسه شوي دي.