شاته

د افغانستان په کرکټ کې یو نه هېرېدونکی تاریخ جوړ شو

په افغانستان کې د زونونو په کچه د کرکټ په څلور ورځنیو کورنیو سیالیو کې د بست زون لوبډلې د اموزون لوبډلې ته په ۶۰۲ منډو ماتې ورکړه.

تر دې مخکې په افغانستان کې دننه په هېڅ ډول کرکټ کې کومې لوبډلې دومره لویه ماتې نه وه خوړلې. دا لوبه په کابل کې وشوه چې د امو زون په خپلې لومړنۍ پاڼۍ کې ۳۵۳ منډې وکړې. په اولې پاڼۍ کې دلاور خان په ۱۰۸ منډې وکړې.

خو د امو لوبډلې بیا په خپلې لومړنۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۵۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل، سید شیرزاد د اموزون اووه لوبغاړي وسوځول.

په افغانستان کې د کرکټ لوبې د دغه لوی تاریخ جوړېدو ته هغه وخت لا ښه لاره پرانیستل شوه، چې د بست زون په خپلې دویمې پاڼۍ کې ۴۶۴ منډې وکړې خو په مقابل کې یې بیا د اموزون ټوله لوبډله یې په ۵۶ منډو وسوځوله.

په دویمې پاڼۍ کې رحمت شاه او عزت الله تر ۱۰۰ ډېرې منډې وکړې. دا چې په لوبې کې تل تاریخونه جوړیږي او ماتیږي، خو شاید په افغانستان کې ډېر وخت ونیسي چې دا ریګارډ مات شي. د کابل نړیوال لوبغالی به دا ورځ تل یاده ساتي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې د دغې څلور ورځنۍ لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه شو. د کورني کرکټ دغو څلور ورځنیو لوبو ته د الکوزي-احمدشاه ابدالي نوم ورکړل شوی دی، چې ټوله موخه یې په کور دننه کرکټ ته وده ورکول او د ښو لوبغاړو موندل دي.

افغانستان چې په نړیوال کرکټ کې یوه نوې لوبډله بلل کیږي، په دې وروستیو کې کلونو کې ښه ځلېدلی او په نړیواله کچه افغان لوبغاړي هم ستایل شوي دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.