ښځينه مشرانې
په بریتانیا کې د سکاټلنډ مشره وزیره نېکولا سټرجن وايي، ښځینه مشرانې اوس هم د ګوتو په شمار دي. خو د نړۍ په لروبر کې ګورو چې د هغو مېرمنو شمېر چې په سیاسي برخه کې لوړو څوکیو ته رسېدلي دي او یا رسېږي په ډېرېدو دی.
په بریتانیا کې دویمه ښځینه لومړۍ وزیره ټېریزیا مې په کار شوه. خو تر هغه مهاله چې په بېلا بېلو برخو کې د ښځو برابر شتون وینو لا هم اوږده لار شته.