BBC
 شاته

ترکي چارواکي وایي د کودتا په تړوا ښايي ډېر نور کسانو هم ونیسي

د ترکیې حکومت وايي د ښوونځیو، په ګډون یې تر ۲ زرو هغه ادارې تړلې دي چې له امریکا مېشتي عالم فتح الله ګولن سره تړاو لري. پر ښاغلي ګولن ترکیه کې د تېرې اوونۍ د کودتا د هڅې تور دی.

ترکیې اوس هغه موده هم غځولې ده چې یو مشکوک کس په کې له پړه پېژندلو پرته له څلورو تر ۳۰ ورځو په بند کې ساتل کېږي.

مرستیال لومړي وزیر وويل د کودتا پلانوونکو، له حکومتي وزارتونو نیولې، بیا تر نورو مدني ادارو او خصوصي سکتورنو کې ځای موندلی دی. دی وايي، لا نور کسان به ونیول شي.