شاته

افغانستان د اقلیمي بدلون نه زیانمن شوی دی

د څه باندې یو سلو نوي هیوادونو چارواکي، استازي او د چاپيریال ساتنې مسؤلین د افریقايي هیواد مراکش په پلازمینه کې د نومبر له اوومې تر اتلسمې غونډ شوو چې د نړۍ د اقلیمي بدلون پر ستونزو خبرې وکړي.

پلازمینه کابل - سهار وختي د ښار اسمان لوخړو او لوګیو داسې محاصره کړی، چې ګواکې وریځې خورې دي. د کابل ښار هواء دومره ککړه ده، چې ددې ښار د اوسېدونکو په ويناء تنفس ته هواء نه لري.

د ۲۰۱۵ کال په ژمي کې په کابل ښار کې اصلا واوره ونشوه، پداسې حال کې چې پخوا به پدغه ښار کې هر ژمی له اوو نه تر دولسو ځلو پورې واوره وریدله. کابلیان وایي، کابل دې بې زره وي خو بې واورې نه.

د چاپیریال ساتنې اداره هم د کابل د هوا ککړتیا ته اندیښمنه ده او وايي، که څه هم د کابل ښار هوا په وروستیو کلونو کې لږه ښه شوې ده، خو د نفوس زیاتوالی او د درې سوه زرو په شاوخوا کې د وسايطو شتون ددې ښار هوا ککړه کړې ده.

د کابل ښار

د کابل ښار

ددې ښار د اوبو کچه هم له دوو نه تر درېیو مترو پورې ټيټه شوې ده. دا ښار چې د بحر له سطحې یو زرو پنځه سوه متره لوړ دی، په خپل تاریخ کې په لومړي ځل د ورښت له ټیټې کچې سره مخ دی.

د اقلیم بدلون په افغانستان کې تر ډېره د اوبو او کرهڼې سکټورونه ډير زیانمن کړي دي، د اوبو کچه کمه شوې او په ځینو سیمو کې وچکالۍ کروندې ځپلي دي.

بزګر وايي سږ کال یې د مڼو باغ سم حاصل ندی ورکړی او اصلي علت يي په تیر ژمي کې د واورې او اورښتونو نه کیدل او د اوبو کموالی و.

افغانستان د نړۍ په مخ اوولسم هغه هیواد دی، چې د اقلیم د بدلون له امله متضرر شوی، د وړاندوینو پر اساس که د افغانستان اوسنی اقلیم په همدې ډول پاتې شي، نو ښايي تر ۲۰۵۰ کاله پورې دوه درجې د هوا تودوخه لوړه شي. د نړۍ عمومي تودوخه ویل کیږي چې څلور درجې لوړه شوې ده.

افغانستان که څه هم د نړۍ د تودوخې د درجې په لوړیدو کې ونډه نه لري، خو د چاپيریال بدلون په وچه کې ایسار دا هیواد زیات زیانمن کړی دی.