شاته

د مونش ښار په یو مارکیټ کې خلک په ډزو کې وژل شوي

د جرمني د ډي پي ای اژانس وایي چې په ډزو کې گڼ شمیر کسان وژل شوي دي، د مونشن پولیسو د المپیا سنتر په بازار کې ډزې تائید کړي، خو ویلي یې دي چې تر اوسه د مرگ ژوبله په هکله پوره جزییات نشته.

د جرمني پولیسو د المپیا سنتر په بازار کې ډزې تائید کړي، خو ویلي یې دي چې تر اوسه د مرگ ژوبله په هکله پوره جزییات نشته.

د رپوټونو له مخې پولیس په پراخه توگه د پیښې ځای ته لیږدول شوي دي. د المپیا سنتر بازار د المپیک ستدیوم او د المپیک د لوبو کلي ته څیرمه پروت دی چې تل په کې گڼه گوڼه وي.

جرمني رسنیو په دې پیښه کې د شاو خوا ١٥ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د مونشن پولیس وایي چې اوضاع تر کنترول لاندې ده، خو دا چې برید کوونکی تښتیدلی او یا نیول شوی یا هم د پولیسو له خوا وژل شوی تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

په مونشن کې دغه ډزې په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې مخکې د جرمني د ولفسبورگ ښار په یو اورگاډي کې یو ١٧ کلن ځوان چې افغان معرفی شوی په چاقو او تبره باندې څو کسان ټپیان کړل.