شاته

د غوراوي کمیټې د کمیشنرانو نوملړ ولسمشر ته واستوه

د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو غوراوي کمیټې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره د ۲۱ او د ټاکنو د شکایتونو اوریدو کمیسیون لپاره د ۱۵ کسانو نوملړ د چهار شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر ته سپارلی دی.

دغې کمیټې شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د ولسمشر په فرمان د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره د نویو کمیشنرانو د غوره کولو پر سر کار پیل کړی وو.

د غوراوي د کمیټې رئیس جاوید رشیدي چې د پنجشبې په ورځ یې د خپل د کار د پایلو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، تیره ورځ د دغې کمیټې کار پای ته ورسید او د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیتوب لپاره یې د نوماندانو لیست ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاره.

د غوراوي کمیټې د رئیس پر وینا د ټاکنیزو کمیسیونو د غړیتوب لپاره ۷۲۰ کسانو هغوی ته خپل اسناد سپارلي وو، چې له څیړنو او مرکو وروسته ۲۱ کسان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ۱۵ نور د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسیون لپاره غوره شول.

جاوید شریفي وویل "زموږ دا پروسه بشپړه شوه او پرون موږ له ولسمشر سره لیدنه درلوده او خپل وروستی نوملړ مو رسماً هغوی ته وسپاره".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره په نومول شوو کسانو کې ۱۶ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي، چې له دې شمیرې ۶ پښتانه، ۴ تاجیکان، ۳ هزاره ګان، ۳ ازبکان او پنځه نور د مختلفو قومونو پورې تړاو لري.

په همدې توګه د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون د غړیتوب لپاره په نومول شوو کسانو کې ۱۲ نارینه او ۳ ښځې شاملې دي، چې په کې ۵ تنه پښتانه، ۴ تنه تاجیکان، ۳ تنه هزاره ګان،۲ تنه ازبکان او ۱ سادات شامل دي.

د غورواي د کمیټې غړي عبدالله شفايي وویل، د دغو کسانو په غوره کولو کې د هغوی لوړو زدکړو، کاري تجربو او نور قانوني معیارونه په پام کې نیول شوي دي او په دې برخه کې یې د هیچا فشار او لاسوهنه نه ده منلې.

هغه وویل "د قانون له مخې موږ مکلف وو، چې د کسانو په غوره کولو کې قومي، جنسیتي او ولایتي ترکیب هم په پام کې ونیسو".

خو د افغانستان له ټاکنو څخه د څار ادارې وايي، چې په غوره شوو کسانو کې اکثره یې د ټاکنو په برخه کې کاري تجربه نه لري او د غوراوي کمیټې د حکومت د پام وړ کسان د قومي ترکیب له مخې ولسمشر غني ته معرفي کړي دي.

د اکسین د شبکې مشر جاندان سپین غر امریکا غږ ته وویل "ډیر وړ کسان په دې پروسه کې کاندید وو، چې هغوی ته پام نه دی شوی او یوازې هغو کسانو ته پام شوی، چې هغوی سیاسي ملاتړ درلود".

لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې افغان ولسمشر به څه وخت د غوره شوو نوماندانو وروستی نوملړ معرفي کړي.

خو د غوراوي کمیټه وايي، ولسمشر غني له هغوی سره ژمنه کړې، چې ډیر ژر به دغه چاره ترسره کړي.