شاته

د ټرمپ د بري سره د اسهامو بيې ولویدې

کله چې د امریکا منتخب جمهور رئیس ډانلد ټرمب د خپلې بریا په وینا کې د امریکا د یووالي او ثبات خبره وکړه نو د اسهامو په نړیوالو بازارونو کې هغه ویره کمه شوه چې د چهارشنبې سهار وختي د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجو سره رامنځ ته شوې وه.

په لمړي سر کې د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د دونالدټرمپ د بري اعلان سره، د نړۍ د اسهامو او اسارو په بازارونو کې د اسارو او بانډونو بیې ولویدې.

د امریکا د منتخب جمهور رئیس په توګه د ډانلدټرمپ د بري د اعلان سره د اسهامو بازارونه حیران شوو او د شکونو له وجهې د اروپا د اسارو ګډ بازارونه د چهارشنبې په ورځ په ټيټې بیې پرانستل شوو.

د [سټاکس اکس یورپ ۶۰۰ ] بازار یو اعشاریه یو فیصد بیه ټیټه کړه، او د اقتصادي ودې أساسي سکتور لکه موټرجوړونې، مالي مارکیټونه او د تیلو شرکتونه تر ټولو زیات له ستونزو سره مخامخ شوو.

په مارکیټونو کې مخکې له مخکې بیې د دیموکراتې هیلري کلنټن چې یوازنی انتخاب ګڼل کیدو، د بري په هیله تعینې کړې وې. خو د ټرمپ د پالیسو په اړه په پراخه کچه شکونه موجود دي او دا چې د تجارت اړوند موضوعاتو په اړه نړیوال بازارونه د هغه په دریځ بی باوره دي.

کارسن برژسکي په امسټردام کې د هالند د [دیبا] په نوم د یوې نړیوالې غیردولتي موسسې رئیس دی او وايي د اروپايي اتحاديي نه د بریتانیې د وتلو هومره اغیز يي وکړ. برژسکي وایي په مارکیټونو کې مطلقه حیراني ده. سوداګرو داسی توقع لرله چې میرمن کلنټن به کامیابه شي خو څه چې ولیدل شوو هغه په بازارونو کې ناسمه پيشبنیې وه. نو اوس به وینو چې د اسهامو بیې به کمې شي او د ډالر بیه به ولویږي.

په جنوبي کوریا کې د کاسپي اسهامو نړیوال بازار کې بیې ولویدې

په جنوبي کوریا کې د کاسپي اسهامو نړیوال بازار کې بیې ولویدې

په جنوبي کوریا کې د کاسپي په نوم د اسهامو بازار د ټول کال په د بیو په پرتلې، دوه اعشاریه دری فیصده ټیټ شو. د هانګ کانګ د اسهامو په بازارونو کې هم د دری میاشتنې کمروزی بیې او زیان ترڅنګ يي ځکه نن دوه فیصده نور نقصان وکړ چې خپلې مهمې پانګې یي وویستلې.

د لندن اوسیدونکي هم ګیج پاتی دي او وایي کله چې د چهارشنبې په سهار خبر شوو چې په امریکا کې ډانلدټرمپ انتخابات ګټلي، د اروپایي اتحاديي نه د بریتانیې د جلاکیدو په اندازه حیران شوو. یو شمیر بریتانویان وایي نن به ټوله ورځ په شک و تردید تیره شي، خاصتآ په مالي بازارونو کې او پدې خپه دي چې وایي کاروبارونه به کیدی شي ډیر ستونزمن شي.

د ډونالدټرمپ د بري سره د اسیا د اسهامو په بازارونو کې هم راکړه ورکړه ګړندۍ شوه او نرخونه ولویدل. دوئ داسی ویره څرګنده کړه چې کیدی شي د ټرمپ بری اقتصادي او نړیوال شک رامنځ ته کړي. پانګه والو د اسهامو د تبادلې په بازارونو او د امریکایي ډالر د ارزانه کیدو د خطر له ویرې خپلې شتمنۍ وویستلې.

د ډونالدټرمپ د بري سره د اسیا د اسهامو په بازارونو کې هم راکړه ورکړه ګړندۍ شوه

د ډونالدټرمپ د بري سره د اسیا د اسهامو په بازارونو کې هم راکړه ورکړه ګړندۍ شوه

جیوګري لیویس د اسهامو د یوې موسسې مدیر دی. هغه فکر کوي چې د چین او امریکا ترمنځ به په اقتصادي او ستراتیژیکه برخه کې سیالي روانه وي او د پخوا په پرتلې کیدای شي په اړیکو کې ډيرې ستونزې پیدا شي.

د دونالدټرمپ بري د کور دننه او بهر ډيرې پوښتنې پیدا کړي. هغه په کمپاین کې داسی شعار ورکړی و چې ترهرڅه به امریکا لمړیتوب ولري او د اقتصاد په برخې کې به د منزويتوب یا جلاوالي لاره غوره کوي. هغه پر هغو صادراتي توکو د ۳۵ فیصده تعرفی مخالفت هم کړې چې امریکايي شرکتونه یې بهر ته لیږي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.