شاته

د ټرمپ د بریالیتوب په تړاو د نړۍ د مشرانو غبرګونونه

د امریکا د متحدو ایالتونو په انتخاباتو کې د جمهوریت غوښتونکي دونالډ ټرمپ تر بریالیتوب وروسته، د افغانستان په ګډون ګڼو دولتونو او د نړۍ مشرانو په امریکا کې د سیاسي بدلون په اړه غبرګون ښودلی دی.

افغانستان

د افغانستان جمهور رئیس او اجراییه رئیس دونالډ ټرمپ ته په انتخاباتو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي غني د افغانستان په پراختیا او له ترهګرې سره په مبارزې کې متحده ایالات د افغانستان مهم ستراتیژیک ملګری یاد کړی دی.

اجرائيه رئيس، عبدالله عبدالله هیله لري، چې د ښاغلي ټرمپ په ټاکلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، پوځي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې دوستانه اړیکې او ستراتېژیکه همکاري پراختیا او پياوړتیا ومومي.

د افغانستان حکومت هیله څرګنده کړې چې د امریکا له نوي جمهور رئیس سره په نږدې همکارۍ کې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي داسې پراختیا ومومي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

پاکستان

د پاکستان صدراعظم، نواز شریف دونالډ ټرمپ ته مبارکي ويلې او د هغه بریا یې "تاریخي" بللې ده.

شریف چې پخپله سوداګر دی په تجارتي چارو کې د ټرمپ له ژمنو ستاینه کړې ده.

شریف وایې: "د ټرمپ ټاکنه په حقیقت کې د امریکا د خلکو بریالیتوب او پر دیموکراسۍ، آزادۍ، بشر حقونو او آزادې سوداګرۍ د هغو باور څرګندوي."

هند

د هند صدراعظم نریندرا مودی په خپلې ټویټر پاڼې کې د یو پیغام په لیکلو دونالډ ټرمپ ته مبارکي ویلې ده.

مودي لیکلي: "د خپل کمپاین پر مهال مو له هند سره د دوستۍ له ښودلو قدرداني کوو."

مودي له متحدو ایالتونو سره نږدې کار لپاره چمتوالی ښودلی دی.

ایران

ایران د دونالډ ټرمپ د بریاليتوب په اړه محتاطانه نظر څرګند کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف د امریکا له نوي جمهور رئیس څخه غوښتي چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د نړۍ او تهران ترمنځ هوکړې ته ژمن پاتې شي.

عراق

د عراقحکومت ویلي چې اړیکې یې له متحدو ایالتونو سره پیاوړی بنسټ لري او تمه نه لري چې د ټرمپ په راتګ سره دې بدلون ومومي.

د عراق حکومت ویاند، سعد الحدیثي اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ويلي چې عراق غواړي له متحده ایالتونو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې لدغه هېواد سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

ترکیه

د ترکیې جمهور رئیس، رجب طیب اردوغان هیله ښودلې چې د جمهور رئیس په توګه د دونالډ ټرمپ ټاکنه په متحده ایالتونو کې د یو نوي تاریخ پیلامه وي چې پایله یې په نړۍ کې د اساسي حقونو، آزادیو او دیموکراسۍ لپاره "ګټوره" تمامه شي.

اردوغان چې په استانبول کې د سوداګرو یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې تمه لري د ټرمپ ټاکل کیدل د سیمې لپاره په یو ښه زیری بدل شي.

روسیه

روسي مقاماتو د امریکا د انتخاباتو د پایلو په اړه خوشبینانه نظر څرګند کړی دی.

د روسيې جمهور رئیس، ویلادمیر پوتین هیله مندي ښودلې چې د ټرمپ په راتګ سره به د واشنګټن او مسکو ترمنځ ترینګلې اړیکي ورغول شي.

پوتین ویلي: "زه په انتخاباتو کې د بریالیتوب له امله ښاغلي ډونالډ ټرمپ ته مبارکي وایم. موږ د نوماندۍ پر مهال د امریکا او روسيې ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په اړه د هغه بیانات اوریدلي دي. د امریکا او روسیې خرابو اړیکو ته که وګورو نو دا به آسانه کار نه وي."

چین

د چین د بهرنیو چارو وزرات د دونالډ ټرمپ له ادارې سره د ګډ کار هیله مندي ښودلې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کُنګ په بیجینګ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چېهېواد یې غواړي د اقتصادي اړیکو سربیره په بیلابیلو برخو کې له امریکا سره له نږدې کار وکړي.

ښاغلي کُنګ وویل: "هیله مند یو دواړه هېوادونه وکولی شي پایدارو، رغندو او باثباته دوه اړخیزو اړیکو ته وده ورکړي هغه څه چې د د دواړو هېوادونو او نړۍ په ګټه دي."

اروپایي ټولنه

د اروپايې ټولنې مشرانو د متحدو ایالتونو له منتخب جمهور رئیس څخه غوښتي چې لدغې ټولنې څخه لیدنه وکړي.

د اروپایي شورا مشر، دونالډ ټوسک او د اروپايي کمیسیون رئیس ژان کلود ینکر "د زړه له کومې" ټرمپ ته مبارکي ویلې ده.

ناټو

د ناټو سرمنشي، ینس ستولتنبرګ د امریکا د انتخاباتو د پایلو تر اعلان وروسته ټینګار کړی چې له یو بل څخه دفاع د ناټو د متحدینو قاطع ژمنه ده.

نوموړي وویل: "د ناټو د امنیت خوندیتوب د اروپا لپاره او هم د متحدو ایالتونو لپاره مهم دی. نو یوه پیاوړې ناټو نه یواځې د اروپا بلکه د متحدو ایالتونو لپاره هم مهمه ده. باید هیر نه کړو کله چې موږ د ګډې دفاع پر پنځمې مادې استناد وکړ دا هغه مهال و چې پر متحدو ایالتونو برید وشو. د اروپا، کاناډا او نورو ملګرو هېوادونو څخه د ناټو زرګونه سرتیري د ائتلاف د هڅو په ملاتړ په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزۍ په خاطر ځاي پرځاي شول."