شاته

جمهوري غوښتونکو په کانگرس کې خپل اکثریت هم وساته

کله چې هیلري کلنتن څو ورځې دمخه د جمهوري ریاست د انتخاباتو اړوند نظرپوښتنو کې مخکې وه، دموکراتان مطمین وو چې د امریکا د سنا په مجلس کې به اکثریت وگټي. حتی داسې امکان هم تر سترگو کیده چې کیدای شي دوی د کانگرس د استازو په مجلس کې هم کثریت ترلاسه کړي.

خو کله چې د انتخاباتو پایلې بشپړې شوې، دا پوره روښانه شوه چې نه یواځې هیلري کلنتن عمده ماتې وخوړه، بلکه جمهوري غوښتونکو د کانگرس په دواړو مجلسونو کې خپل اکثریت وساته.

امریکایانو د سه شنبې په ورځ په انتخاباتو کې د سنا مجلس ۳۴ څوکیو او د کانگرس د ۴۳۵ څوکیو لپاره هم استازي وټاکل.

جمهوري غوښتونکي به د جنورۍ په میاشت کې کله چې نوی کانگرس په کار پیل کوي په سنا کې به ٥٣ څوکۍ ولري چې دا د پخوا په پرتله دوه څوکۍ زیاتې وي.

اټکل کیږي چې د جمهوري غوښتونکو اکثریت به د کانگرس د استازو په مجلس کې یو څه راټیټ شي، خو د هغوی ماتې به د هغې په پرتله کمه وي چې عامه نظرپوښتنو یې اټکل کاوه.

د کانگرس په دواړو مجلسونو کې اکثریت درلودل د جمهور رئیس لپاره د خاص اهمیت وړ دي ځکه د واکمن گوند غړي د کانگرس د کمیټو مشري ترلاسه کوي او پخپله د قوانینو او پلټنو لپاره اجنداوی ټاکي.

په ٢٠١٧ کال کې به د امریکا د سنا مجلس یو له نویو کارونو څخه د امریکا د سترې محکمې د یو قاضي ټاکل وي چې څوکۍ یې له نهو میاشتو راهیسې تشه پاتې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د سترې محکمې قاضي انتونین سکالیا د تیر کال په فبرورۍ کې ومړ او له هماغه وخت راهیسې د سنا د مجلس جمهوري غوښتونکو د جمهور رئیس اوباما له لورې د نوي قاضي د ټاکلو مخه نیولې ده.

کله چې جمهور رئیس اوباما د قاضي د ټاکلو اقدام وکړ جمهوري غوښتونکو استدلال کاوه چې د ښاغلي اوباما د دورې یو کال پاته دی او ښه داده چې نوی جمهور رئیس دغه کار ترسره کړي.

د جمهوري غوښتونکي گوند دننه د دونالد ټرمپ سیال مارکو روبیو وکړای شول د سنا په مجلس کې د فلوریدا د سناتور په توگه پخله څوکۍ وساتي. دغه برالیتوب به ښاغلي روبیو ته ددې زمینه ورکړي چې بیا وکړای شي چې په ٢٠٢٠ کې جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي.

د اریزونا ایالت سناتور جان مککین هم د سه شنبې په انتخاباتو کې وکړای شول چې په ٨٠ کلنۍ کې د نورو شپږو کلونو لپاره خپله څوکۍ وساتي.

همداشان د سنا په مجلس کې د ورمونت ایالت سابقه لرونکي غړي دموکرات پتریک لیهی او د کنتیکت ایالت دموکرات ریچارد بلومنتل وکړای شول په اسانه توگه بریالي شي او په سنا کې خپلې څوکۍ وساتي.