شاته

لوګر کې بیا څلورماین پاکان وسله والو تښتولي

ولايتي چارواکي وايي، چې د لوګر له خوښۍ ولسوالۍ څخه ناپېژاندو وسله والو کسانو د سټرلېنګ ماين پاکۍ موسسې څلور کارکوونکي او يو شمېر موټر تښتولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح امريکاغږ ته وويل، چې دغه افغان ماين پاکان او د هغوی اووه موټر تېره ورځ ناوخته د خوښۍ ولسوالۍ له برګ کنډو سيمې څخه د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار ناامنه سيمې ته تښتول شوي دي.

صالح زياته کړه، چې تښتول شوي څلور واړه د يادې موسسې موټر چلوونکي دي او په موټرو کې څلور سوپرکېسټم او درې کاسټر دي، چې ددغې موسسې د کارکوونکو د سپړلۍ موټرو په توګه ترې کار اخيستل کېده.

د خوښۍ ولسوال عبدالحميد حامد خبريالانو ته ادعا کړې ده، چې دغه کسان د سيمې وسله والو طالبانو تښتولي دي، خو زياته کړې يې ده، چې د خلاصون په موخه يې د قومي سپين ږيرو په منځګريتوب هڅې پيل کړې دي.

تر اوسه ددې کسانو د تښتونې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی، مګر طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې طالبانو د يوه تړون له مخې سټرلېنګ موسسې ته په لوګر ولايت کې د کار کوولو اجازه ورکړې ده.

سټرلېنګ موسسه، چې کارکوونکي يې افغانان دي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د لوګر په مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسواليو کې د ماين پاکۍ چارې مخته وړي.

په تېرو دوو کلونو کې دا څلورم ځل دی، چې ددغې موسسې کارکوونکي د ناڅرګندو وسله والو له لوري برمته کېږي، مګر تر يو څه مودې وروسته بېرته خوشي شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې د تېر اکتوبر مياشتې په ۱۹ نيټه د سټرلېنګ ۲۰ تنه کارکوونکي له يو شمېر موټرو سره ناپېژاندو وسله والو تښتولي وو، خو د قومي سپين ږيرو په منځګړيتوب يوه ورځ وروسته بېرته خوشي شول.