شاته

مسکو چارواکي: روسیه او ترکیه پوځي همکارۍ له سره پيلوي

مسکو کې چارواکي وايي چې روسیه او ترکیه به پوځي همکارۍ له سره پيل کړي.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو مشران به د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پای مخکې د یوه ګډ پوځي کمېسیون د جوړولو لپاره سره وګوري.

د روسیې د تخنیکې پوځي همکاريو د فدرالي خدماتو مسؤل الکساندر فومین پرون دوشنبه وویل چې د دواړو ولسمشرانو د دې لیدنې د وخت ټاکلو په اړه خبرې روانې دي.

د فومين په وینا، په‎دې خبرو کې به روسیه د ترکیې حکومت ته د راکټو د دفاعي سیسټم ورکولو په اړه هم بحث وشي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ترکیې او سوریې ترمنځ په سرحدي سیمو کې د روسیې د یوې جټ الوتکې تر سقوط وروسته د دواړو هېوادونو روابط خراب شول.

خو په ترکیه کې د رژیم پر ضد تر ناکامې کودتا وروسته، مسکو او انقرې د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅې پيل کړې.