بخښنې نړیوال سازمان : کندز پېښه پر بشري حقونو څرګند تېری دی
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، کندز کې پر ملکي وګړو بمباري پر بشري حقونو څرګند تېری دی.
دې سازمان د ملګرو ملتونو له لوري پهدې اړه د خپلواکو څېړنو هرکلی کړی دی.
کندز کې تېره اوونۍ لږ تر لږه ۳۱ تنه چې ښځې او ماشومان هم پهکې وو، په یوه هوايي حمله کې ووژل شول.
پهدې حمله کې ۲۶ وسلهوال طالبان هم وژل شوي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبې وویل چې د پېښې په اړه باید خپلواکې څېړنې وشي او عاملین یې باید محاکمه شي.