شاته

کانگرس د امریکا د انتخاباتي مبارزې بل ډگر

په امریکا کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترڅنګ د متحدو ایالتونو د استازو د خونې او د سنا د ځینو څوکیو لپاره همانتخابات کیږي.

دا انتخابات ځکه د دواړو ګوندونو لپاره مهم دي، چې اکثریت ګټونکي به یې په کانګرس کې هم اکثریت شي. د امریکا د استازو د خونې ۴۳۵ څوکۍ لرې او سنا بیا ۱۰۰ څوکۍ لري، دا دواړه چې یو ځای شي بیا کانګرس بلل کیږي.

دا مهال د جمهوري غوښتونکو ګوند د استازو په خونې او سنا کې اکثریت دي، خو که دموکراتان په دغو انتخاباتو کې ډېرې څوکۍ وګټي، دموکراتان یوازې پنځه څوکیو ته اړتیا لري چې په سنا کې اکثریت شي.

دا مهال د امریکا په سنا کې جمهوري غوښتونکي ۵۴ او دموکراتان ۴۴ څوکۍ لري او دوه نورې څوکې د مستقلو استازو دي چې له دموکرات ګوند سره خواخوږي لري.

د رویټرز اژانس وايي شننونکو تر همدا څو ورځو مخکې پورې دا خبره کوله چې شاید دموکراتان د سنا په انتخاباتو کې د څلورو او اوو څوکیو ترمنځ وګټي، خو د هیلري کلنټن د ایمیلونو رسوایۍ دا کار لږ ستونزمن کړ. سره له دې چې د یکشنبې په ورځ د فدرال د پولیسو مشر وویل چې د هیلري کلنټن په ایمیلونو کې یې داسې کوم شی ونه موندل چې جرم وګڼل شي.

سخته سیالي

له دې هر څه سره سره دموکراتان د استازو په خونې کې د اکثریت ګټلو لپاره له لویې ستونزې سره مخامخ دي، دموکرات ګوند باید ۳۰ څوکۍ وګټي چې پر جمهوري غوښتونکو برلاسي شي.

جمهوري غوښتونکي په تېرو دوو کلونو کې په سنا کې او له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د استازو په خونې کې اکثریت دي، چې ډېر کله د دموکرات ولسمشر بارک اوباما د ځینو پرېکړو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

جمهوري غوښتونکي لا هم د ولسمشر اوباما د صحي بیمې پر پلان په دوامداره ډول نیوکې کوي. د اینده ولسمشر لپاره مهمه خبره دا ده چې ګوند یې د استازو په خونې او سنا کې اکثریت ولري، ځکه چې په دې کار سره به مخالف ګوند ونشي کولی چې د هغه د ځینو پلانونو د تصویب مخه ونیسي.

که دواړه ګوندونه په سنا کې ۵۰-۵۰ څوکۍ وګټي، د امریکا د نوي ولسمشر مرستیال به خپله استثنايي او مهمه رایه استعمالوي چې په سنا کې د اکثریت ګوند معلوم شي.

د متحدو ایالتونو سنا به د جنورۍ په درېیمه د وفادارۍ لوړه کوي او سملاسي به د متحدو ایالتونو د سترې محکمې د یوه مهم غړي پر ټاکلو رایه اچونه کوي.

د متحدو ایالتونو د سترې محکمې یو غړی، انتونین سکالیا، تېرکال مړ شو او جمهوري غوښتونکو ولسمشر اوباما پرېنښوده چې د هغه ځای ناستی دې وټاکي. د هغوی ټېنګار و، چې راتلونکی ولسمشر دې دا کار وکړي.