شاته

پولیسو په کراچۍ کې په لسگونو مدرسو چاپه واچوله

د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د فرقوي تاوتریخوالي وروسته پولیسو په دې ښار کې په څه دپاسه ٩٠ مدرسو چاپه واچوله او په لسگونو کسان یې ونیول.

د کراچۍ د پولیسو ایالتي مشر الله دینو خواجه د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دوی پر دواړو سوني او شیعه مدرسو باندې وروسته له هغې حملې وکړې چې په ددې ډلو ترمنځ په فرقوي تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول.

د جمعې په ورځ د اهل سنت والجماعت د سني ډلې پنځه ملاتړي چې د شیعه گانو پر جوماتونو باندې حملې کولې، په کراچۍ کې ووژل شول. د اهل سنت والجماعت ډله کوښښ کوي چې شعیه مذهبه په قانوني توگه غیر مسلمان وپیژندل شي.

د اکتبر د میاشتې په ٢٩ پنځه تنه شیعه مذهبه د دیني مراسمو په ترڅ کې د کراچۍ په ناظم آباد کې ووژل شول. ددغو کسانو د وژنې پړه لشکر جنگوي العالمي ډلې په غاړه اخیستې.

تیره اونۍ د شیعه گانو د یوې ټولنې درې مشهور مشران پولیسو د اهل سنت والجماعت د ډلې د پلویانو په وژنه کې د لاس لرلو په تور ونیول. ددې کسانو د نیولو په غبرگون کې د کراچۍ په مالیر سیمه کې شیعه گانو اعتراضونه پیل کړل او مظاهره کوونکو لارې بندې کړې، پولیس مجبور شول چې اوښکې بهونکی غاز استعمال کاندي او هوایي ډزې وکړي.

د پولیسو یو منصبدار د نوم د نه څرگندولو په شرط اژانس ته ویلي دي چې پولیسو د دوشنبې په ورځ د صدیق اکبر په نامه جومات ولټواوه چې په کراچۍ کې د اهل سنت والجماعت د ډلې د مرکز په توگه گڼل کیږي. د پولیسو یو منصبدار ویلي چې ددې ډلې مشر او لس تنه تورن غړي یې نیولي دي.

د اهل سنت والجماعت ډله په ٢٠١٢ کال کې په رسمي توگه د یو تروریستي سازمان په توگه وگڼل شوه، خو ددې ډلې غړي په ښکاره فعالیت کوي او مشران یې اکثرا ښکاره غونډې کوي.

د پاکستان د ١٩٠ میلیون نفوس په سلو کې شل شیعه مذهبه دي. د جنوبي اسیا د تروریزم د ناظرینو د ټولنې د شمیرو له مخې د ٢٠٠٢ کال راهیسې د پاکستان په فرقوي تاوتریخوالي او حملو کې څه دپاسه ٢٥٠٠ شیعه گان وژل شوي دي.