شاته

ساپې : د افغانستان په هکله به د امريکا سياست بدل نشي

د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د انتخاباتي مبارزې له پيل څخه تراوسه د دواړو نوماندانو په خبرو کې د افغانستان په اړه تبصره نه کول او نا څرگند سياست هغه څه دي چې د افغانستان په قضيه کې د ښکيلو اړخونو او افغانانو سره پوښتنې پيدا کړي .

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد وديرساپي اشنا راډيو ته وويل ، د افغانستان په اړه دواړه نوماندان ( هلري کلنټن او ډانلد ټرمپ)له ډير احتياط څخه کاراخيستی که هريو قدرت ته ورسيږي نو لکه څنگه چې اوس امريکا د افغانستان سره په ځينو مواردو کې قراردادونه لري او مرسته ورسره کوي ، که هرچا سپينه ماڼۍ وگټله همدې پاليسۍ ته به ادامه ورکړي او د افغانستان په اړه به يي په سياست کې کوم بدلون رانشي .

ښاغلي ساپي د امريکا ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو له خوا د افغانستان په تړاو د راتلونکي ناڅرگند دريځ يو دليل د جگړې اوږديدل ياد کړل چې په هکله يي وړاند وينه نشي کيداې ،ځکه دوئ ډاډمن نه دي چې دا جگړه د امريکا په گټه ده او کنه ؟

ښاغلي وديرساپي سره نوشابې اشنا مرکه کړې، هغه په پيل کې همدا پوښتنه ځواب کړې چې ولي دواړو کانديدانو تراوسه په خپلو خبرو او تبصرو کې د افغانستان ذکر ندې کړې ؟ بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :