شاته

ټرمپ: اول امریکا، بیا نړۍ!

د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونلډ ټرمپ د کورنیو چارو برسیره په بهرنیو چارو کې هم د داسي تګلارو ژمنه وکړه چې د واشنګټن اوسنیو سیاستونو سره بشپږ په ټکر کې دي.‌

ښاغلي ټرمپ نن د جمهوري غوښتونکو د کنوانسیون په پای کې هیلري کلنټن ته د ماتې ورکولو ټتر وواهه او هغه یې یو ناکامه سیاستواله وبلله.‌

ټرمپ شعار ورکړ چې لومړی امریکا او بیا جهان! او بله کرښه یې ورزیاته کړله چې زموږ مشال به امریکایتوب وي، نړیوالتوب به نه وي!

په دې برخه کې یې د هیلري کلنټن د وزارت او د هغې د میړه د جمهوري ریاست د دورې پر پریکړو سختې نیوکې وکړې.‌

دجمهوري غوښتونکو په څلور ورځني کنوانسیون کې د ډونلډ ټرمپ اولادونو لیاقت ډیر وستایل شو

دجمهوري غوښتونکو په څلور ورځني کنوانسیون کې د ډونلډ ټرمپ اولادونو لیاقت ډیر وستایل شو

ټرمپ وویل چې د کلنټن تر وزارت وړاندې لیبیا همکاري کوله. په مصر کې امن وو، په عراق کې وضیعت په ښه کیدو وو. ایران تر بندیزونو لاندې نفس نه شوای ایستلی. سوریه تر کنټرول لاندې وه.

کاندید ټرمپ وویل "خو د هیلري کلنټن تر څلور کلن وزارت وروسته، نن موږ ته څه را پاته دي؟‌ داعش په ټوله سیمه او نړۍ کې نفوذ کړی دی. لیبیا تباه شوه، او زموږ او د سفارت مامورین پرته له کوم امنیتي پلان څخه قاتلینو ته په پریښودل شول. مصر سخت دریځه اخوان المسلمین ته په لاس ورکړل شول، چې بالاخره پوځ واک اخیستلو ته مجبوره شو.‌

ټرمب د ایران سره اتومي موافقه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ضعیغه تړون وبللو. هغه زیاته چې ایران به ۱۵۰ میلیارده ډالر ګټه وکړي، او په بدل کې امریکا ته هیڅ په لاس ور نغلل.‌

ټرمپ دا هم وویل چې هغه په تجارتي قراردادونو کې ملیاردونه ډالر ګټه کړې ده،‌ او زه پوهیږم چې خراب قراردادونه څه ډول ختم کړم.‌

ټرمپ وویل چې په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو غښتلی متحد هیواد "اسرايیل" سره باید همکاري زیاته شي.‌

ټرمپ یو ځل بیا وویل چې د پرته له اسنادو د خلکو د راتګ د مخنیوي لپاره به پر پوله باندې یو ستر دیوال جوړوي.‌

ټرمپ په پای کې ژمنه وکړه:

موږ به امریکا یو ځل بیا غښتلې کړو

موږ به امریکا یو ځل بیا سرلوړلې کړو

موږ به امریکا یو ځل بیا امن کړو

د دیموکرات ګوند د دوشنبې په ورځ د پنسلوانیا ایالت په فلاډیلفیا ښار کې پیلیږي.‌