ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ولی پاکستان د افغانستان له اړخه اندیښمن دی؟ : سپینې خبرې
د پاکستان د لنډمهاله حکومت صدراعظم ویلي چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدل یو ستراتیژيک ضرورت دی. ولی پاکستان د افغانستان له اړخه اندیښمن دی؟
ایران سویډن ته: د قران د سوځولو په ضد اقدام وکړئ
ایراني مقامات وايي سویډین ته یې ویلي دي، مخکې تر دې چې د دواړو هېوادونو سفیران بېرته اړوندو هېوادونو ته ستانه شي، استاکهولم باید د قران سوځونې د پېښې په اړه اقدام وکړي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د قطر صدراعظم د طالبانو رهبر سره د خپل مجلس جزئیات په ډاګه کړي - د اشنا د یکشنبې خبرې تولګه
د امریکاغږ اشنا د نن یکشنبې په خبري خپرونه کې د طالبانو رهبر ته د قطر د سپارښتنو جزیات وړاندې کوو. په سوله او امنیت کې د ښځو په ونډې د امریکا په نوې طرحې راپور لرو، او په خوست کې د کرکټ سیالیو جزیات اورئ.
د ملګرو ملتونو غونډه؛ طالبان په سیستماتیک ډول ښځې حذفوي : د اتصال خپرونه
د اتصال د یکشنبې په خپرونه کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه د جلا مجلس جزئیات خپروو او د خپرونې په دویمه نیمایي کې د افغانانو پر بې وزلۍ او د ملګرو ملتونو د مرستندویو ادارو د بودیجې پر کموالي بحث لرو.
ارمنستان له روسیې څخه د خپلې بهرنۍ تګلارې د جلا کولو 'نیت' څرګند کړ
د ارمنستان صدراعظم نیکول پشینیان په غیر مستقیم ډول روسیې ته خبرداری ورکړی که په قره باغ کې د ارمینیانو په ساتلو کې مرسته نکوي، دوی به د جرمونو د نړیوالې محکمې [آی سي سي] سره یو ځای شي.
په پاکستان کې د ریل ګاډي په ټکر کې ۳۰ تنه ټپیان شوي
په پاکستان کې د مسافر وړونکي ریل ګاډي سره د یو بار وړونکي ریل ګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
امیرعبداللهیان: سیمه کې د تروریزم او کډوالۍ بهیر پراخیدل د افغانستان د بحران پایلې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، وايي، چې افغانستان کې روان بحران په سیمه کې د تروریسم اود کاډوالۍ د بهیر خپریدو ترڅنګ ډیرې ژورې اغیزې کړي دي.
ورلډ ویژن موسسه: د نړیوالې ټولنې نننۍ مالي پریکړې د افغان ماشومانو راتلونکی ټاکي
افغانستان کې د ورلډ ویژن غیر دولتي موسسه وايي، چې په افغانستان کې د ګواښونو سره د مخ په زرګونو افغان ماشومانو راتلونکی د نړیوالې ټولنې د نن ورځې په پریکړو ټاکل کیږي.
آل ثاني: طالبانو مشر ته مې وویل چې د افغانستان نړیوال مشروعیت د ښځو او نجونو تعلیم او کار پورې تړلی
د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر په تیر دوبي کې کندهار کې د طالبانو د مشر سره د کتنې په اړه د سي این این تلویزیوني شبکې ته په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ملاهبت الله اخوندزاده سره یې د ښځو د تعلیم او کار په اړوند مسلو سپينې خبرې کړې وې.
د پاکستان سرپرست صدراعظم په انتخاباتو کې د پوځ لاسوهنې امکان رد کړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ وایي تمه لري چې پدې هیواد کې راتلونکي عمومي انتخابات به په ۲۰۲۴ کال کې وشي او هغه امکانات یې هم رد کړل چې ګڼې پوځ به د دې انتخاباتو د نتیجې په بدلولو کې اغیز ولري تر څو یقیني کړي د عمران خان ګوند دا انتخابات ونه ګټي.
امریکایی ډاکټرانو د دویم ځل لپاره د خوګ زړه انسان ته واچاوه
په متحده ایالاتو کې ډاکټرانو د خوګ زړه چې جنیټیکي بڼه یې بدله شوې د دویم ځل لپاره یو انسان ته واچاوه.
لاوروف: لویدیځ په اوکراین کې په مستقیمه توګه مسکو سره جګړه کوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي د اوکراین سره د لویدیځو هیوادونو د وسلو ملاتړ پدې معنی چې دا هیوادونه په مستقیمه توګه د مسکو سره په جګړې کې داخل دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.