ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو کې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار شوی - اشنا خپرونه

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډې کې د نړی یو شمېر مشرانو د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی، پاکستان د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی، دا او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د اشنا تلویزیون د چهارشنبې په خبري ټولګه کې وګورئ.

20.09.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو په غونډه کې افغانستان ته د نړیوالو مشرانو پیغامونه - اتصال

ددغې خپرونې په لومړۍ برخه کې د طالبانو کړنو ته د نړیوالو غبرګونونه او پیغامونه څېړل کېږي چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې وړاندې شوي. په دوهمه برخه کې د کرکټ پر موضوع تمرکز کېږي.

20.09.2023 امریکا غږ

ترکیه کې د هغو کډوالو دپاره ځانګړې هدیرې جوړې شوي چې اروپا ته پر لاره مري

د ترکیې حکومت د دغه هیواد په وان ښار کې د هغو کډوالو دپاره هدیرې ځانګړي کړي دي چې اروپا ته پر لار مړه کیږي. 

20.09.2023 امریکا غږ

امریکا کې د سپتمبر ۱۱ بریدونه؛ د یو افغان د سترګو لیدلی حال - ځانګړې مرکه

د امریکا غږ د ځانګړو مرکو د لړۍ په دې خپرونه کې د سیاسي چارو افغان شنونکي خالد هادي په نیو یارک ښار د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ د ترهګریزو بریدونو خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړی دی.

20.09.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه؛ بایډن د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو له مشرانو سره وکتل

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د واشنګټن پام د منځنۍ اسیا په لوړ اړولی او هڅه کوي چې د روسیې او چین سره په پوله په وچه کې ګیر سیمې هیوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي؛ هغه سیمه چې لویدیځ یې له اوږدې مودې راهیسې په له پامه غورځولو تورن دي.

20.09.2023 امریکا غږ

دوه قطبي حالت یا 'یو ناڅاپه د مزاج بدلون اختلال' څه شی دی؟

دوه قطبي اختلال چې په تیرو وختونو کې "مینیک ډیپریشن" هم ورته ویل کیده، یوه رواني ناروغي ده چې په مزاج کې د شدید بدلون لامل کیږي. دوه قطبیت یا 'یو ناڅاپه د مزاج بدلون' کولی شي د خوښۍ له احساساتو څخه د ژور خپګان احساساتو ته بدلون ورکړي.

20.09.2023 امریکا غږ

په ناګورنو قره باغ کې د پوځي عملیاتو ۲۴ ساعته وروسته پر اوربند موافقه وشوه

وروسته له هغې چې اذربایجان په ناګورنو قره باغ کې د "ترهګرۍ ضد" عملیات پیل کړل، د دغې اکثریت ارمني میشتې سیمې چارواکو د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۰ (وږي۲۹مه) د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په منځګړیتوب پر اوربند موافقه وکړه.

20.09.2023 امریکا غږ

د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران: د ښځو پر خلاف د طالبانو اقدامات ممکن په بشري جنایتونو بدل شي

د دولسوهیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ځورونې په سیستماتیکي بڼې بدلیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي، کیدای شي د طالبانو دا اقدامات د بشریت پر وړاندې د جنسي ځورونې په جنایتونوباندې بدل شي.

20.09.2023 امریکا غږ

یوناما: طالبان دې د شکنجې بندولو او د بندیانو د حقونو خوندیتوب لپاره بیړني او ګړندي ګامونه پورته کړي

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د واکمنو طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو څه باندې ۱۶ سوه قضیې ثبت کړي دي چې د افرادو د نیولو او وروسته د توقیف پرمهال ترسره شوي دي.

20.09.2023 امریکا غږ

طالبان: افغانستان کې د سیاسي ګوندونو اړوند رسنیو فعالیتونه ارزو

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر رسنیو د فشارونو په دوام د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د سیاسي ګوندونو پورې د تړلو ټولو رسنیو د فعالیتونو د ارزونې پریکړه یې کړې ده.

20.09.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو نظر پوښتنه: د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د میرمنو حقونه مهم دي

سلګونو افغان میرمنو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نظر معلومولو یوه سروې کې ویلي چې ملګري ملتونه دې تر هغه وخته د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني تر څو چې افغان نجونې او میرنې کار کولو او تعلیم ته لاسرسی ونلري.

20.09.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

20.09.2023 امریکا غږ

هند ته د کاناډا خبردرای: د سیکانو مشر وژل کیدو په هکله زمونږ ادعاوې جدي وګڼئ

د کاناډا صدراعظم جسنټن ټروډو سه شنبه سپټمبر ۱۹ (وږي۲۸) له هند غوښتي په کاناډا کې د سیکانو یو مشر وژل کیدو په هکله ادعاوې چې شک کیږي د هند حکومت پکې لاس درلود "زښته جدي" وګڼي.

20.09.2023 امریکا غږ

جمهوري غوښتونکو د بایډن استیضاح کیدو په هکله د پلټنو لپاره د استماعیه غونډې نیټه وټاکله

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي پلان لري چې راتلونکې اوونۍ د جمهور رئیس جو بایډن د استیضاح کیدو په هکله د پلټنو لپاره خپله لومړنۍ استماعیه غونډه جوړه کړي.

20.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more