ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا کانګرس له حکومت څخه غوښتي پر تایوان د وسلو پلور چټک کړي

د امریکا د کانګرس غړو دا اونۍ له سپینې ماڼۍ څخه وغوښتل چې تایوان ته د نږدې ۱۹ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو د پلور بهیر ګړندی کړي.

21.09.2023 امریکا غږ

د کاناډا عالي کمیسیون وايي په هند کې د خپلو دپلوماتانو شمیر 'تنظیموي'

د کاناډا عالي کمیسیون د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي ۳۰) وویل چې دوی به په هند کې د خپلو دپلوماټانو شمیر "تنظیم" کړي.

21.09.2023 امریکا غږ

د اصف دراني په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی

افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۲۱( وږي ۳۰) کابل ته رسیدلی دی.

21.09.2023 امریکا غږ

امریکايي چارواکو او طالبانو د نشه یي توکو د له منځه وړلو په اړه قطر کې خبرې کړي

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره میرمن کرین ډیکر وايي، چې په دوحه کې یې د طالبانو د حکومت د یو تخنیکي پلاوي سره په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې په ګډو اندیښنواو افغانانو ته د ملاتړ د برابرولو په لارو چارو خبرې کړي دي.

21.09.2023 امریکا غږ

د اسیا پرمختايي بانک افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړه

د اسیا پرمختايي بانک (ADB)په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مرستو ته اړو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو د ملاتړ او بدیل معیشت د چمتو کولو او افغانستان کې د بشري بحران د اغیزو کمولو لپاره یې دغه هیواد سره د ۴۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

21.09.2023 امریکا غږ

هغه ځوان چې د الازهر پوهنتون کې د تحصیل لپاره په بایسکیل ۴۰۰۰ کیلیو میتر مزل وکړ

په مصر کې د الازهر مشهور پوهنتون وايي د ګیني هغه زده کوونکي ته یې تحصلي بورس ورکړی، چې په دغه پوهنتون کې یې د زده کړو لپاره په بایسیکل باندې ۴۰۰۰ کیلو میتر [۲۵۰۰ میله] مزل کړی دی.

21.09.2023 امریکا غږ

رحمان: تېرو دوو کالونو کې له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د چهارشنبې په ورځ سپمتبر ۲۰ (وږې۲۹) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې وویل چې په تېرو دوو کالونو کې د نشه يی توکو قاچاق او په خاص ډول له افغانستان څخه زیات شوی دی.

21.09.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

21.09.2023 امریکا غږ

لاوروف د امنیت په شورا کې د روسیې د ویتو د حق دفاع وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږې۲۹) د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د روسیې د ویتو د حق څخه استفاده کول د نړیوالو اړیکو «مشروع وسیله» وبله او ترې یې دفاع وکړه.

21.09.2023 امریکا غږ

بکتاش سیاووش: پلار مې چې درې ورځې ورک و، په 'مرموزې پېښې' کې مړ شوی

د افغانستان د مخکني حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی بکتاش سیاوش وايي چې پلار یې په جرمني کې په یوې مرموزې پېښې کې مړ شوی دی.

20.09.2023 امریکا غږ

هند خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې کاناډا ته د سفر پر مهال احتیاط وکړي

د هند حکومت د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۰ (وږي۲۹مه)‌ د هغه هیواد اتباعو په ځانګړي توګه محصلینو ته خبرداری ورکړ که چیرې کاناډا ته سفر کوي او يا په دغه هېواد کې د پاتې کېدو پلان لري، نو له "ډیر احتیاط" څخه کار واخلئ.

20.09.2023 امریکا غږ

د هند قانون جوړونکي: د ولسي جرګې یو پر دریمه برخه څوکۍ به د ښځو لپاره ځانګړې شي

د هند ولسي جرګې، نن چهار شنبې د سپټمبر ۲۰ (وږي ۲۹مه) داسې یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې د استازو په جرګې کې د ښځو ونډه دوه برابره یا ددغه جرګې یو پر دریمه برخه څوکۍ به دوی ته ځانګړې شي.

20.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.09.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more