ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

01.10.2023 امریکا غږ

پاکستان کې تیرو ۹ میاشتو کې تر ۷ سوو ډیر کسان د ترهګرۍ په پیښو کې وژل شوي: راپور

یو څیړنیز راپور چې شنبه سپټمبر ۳۰ (تلې۸) خپور شوی پکې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې څه باندې ۷۰۰ کسان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي.

01.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.09.2023 امریکا غږ

د نړی د اقلیم وضعیت - نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې په امریکا کی د سختو بارانونو او سیلابونو پر موضوع د پروګرام له میلمه، د ملګرو ملتونود اوبو او انرژی د چارو متخصص، ډاکټر وحید وحیدالله سره غږیږو.‌

30.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.09.2023 امریکا غږ

آیا پاکستان په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو مخه نیولی شی؟ - سپینې خبرې

پاکستان سرپرست صدراعظم، په دغه هېواد کې د دوو خونړیو بریدونو وروسته ویلی، چې پاکستان به د وروستي ترهګر د له منځه وړلو پورې، له ترهګرۍ سره مبارزه وکړی. آیا پاکستان ددغسې بریدونو مخه نیولی شی؟

30.09.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.09.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

30.09.2023 امریکا غږ

کابلوف: طالبانو د داعش او نورو ترهګرو پر ضد لازم اقدامات ندي کړي- د اشنا د شبنې خبري ټولګه

د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې د مسکو په نوښت د یوې سیمه ییزې غونډې پایلې خپروو. همدارنګه د امریکا د پوځ نوی لوی درستیز درپېژنو او په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځینه لوبغاړو پر فعالیتونو راپور لرو.

30.09.2023 امریکا غږ

افغانستان؛ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډونوالو د وینا موضوع – یوه موضوع څو زاویې

د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه په داسې حال کې پای ته ورسیدله، چې د افغانستان په استازیتوب چا خبرې ونه کړې، خو افغانستان د نړۍ د ډېرو هېوادونو د مشرانو په ویناوو کې یاد شو.

30.09.2023 امریکا غږ

له قره باغ څخه د ۱۰۰ زرو ارمنیانو په تیښته دا سیمه له اوسیدونکو تشه شوی

د ارمنستان حکومت د شنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې اتمه) اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د ناګورنو قره باغ له سیمې څخه د کډوالو د راتګ کچه کمه شوې ده، ځکه د دغه هېواد د چارواکو په وینا د دغې غرنۍ سیمې نږدې ټول نفوس وروسته له هغې خپل کورونه پرېښودل چې اذربایجان بیرته ددې سیمې کنټرول ترلاسه کړ.

30.09.2023 امریکا غږ

نری رنځ یو وژونکې ناروغي خو په بشپړه توګه د مخنيوي وړ ده: بو علي سينا خپرونه

د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د احتمالي ناروغیو د مخنیوي او درملنې په اړه نړیوالې ژمنې، د اوریدو د ستونزو درملنه، د رواني روغتیا له امله د ځوانانو ټولنیزې ستونزې او په کاناډا کې د یو کډوال ډاکټر لخوا د یو لنډ مستند فلم سربیره، د روغتیا له نړۍ څخه پر یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث کیږي.

30.09.2023 امریکا غږ

میدویدیف: روسیه ښایي د اوکراین نورې سیمې هم په خپلې خاورې پورې وتړي

د روسیې پخواني ولسمشر او ددې هیواد د ملي امنیت شورا برحاله مرستیال، دیمیتري میدویدیف د شنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) څرګنده کړه چې مسکو ښایي د اوکراین نورې سیمې هم د روسیې د خاورې سره ضمیمه کړي.

30.09.2023 امریکا غږ

د مسکو فارمټ غونډه له طالبانو څخه د ټولشموله حکومت او تروریزم سره د مبارزې په غوښتنه پای ته ورسیده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ د غونډې ګډه اعلامیه خپره کړې، چې په کې په افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت په جوړیدو، د ښځو حقونوتامین او د تروریزم سره د مبارزي په پیاوړي کیدو ټینګار شوی دی.

30.09.2023 امریکا غږ

رینا امیري: طالبان د افغانانو حقونو ته د درناوي پرته د نړیوالې ټولنې غړیتوب نشي ترلاسه کولی

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې طالبان دې دا تمه نه کوي، چې د افغانانو حقونو ته د درناوي پرته به د نړیوالې ټولې برخه شي.

30.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more