د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د اروپايي ټولنې د مرستو لومړۍ چوپه ورسیدله
د اروپايي ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو اداره (ECHO) وايي چې د دوشنبې په ورځ اکتوبر۳۰( لړم اتم) د اروپايي ټولنې د بشري مرستو لومړۍ چوپه چې ۹۲ ټنه مواد په کې شامل و د هرات ولایت رسیدلې ده.
خبریالانو ملاتړ اداره: ملګري ملتونه دې له پاکستان څخه افغان خبریالانو جبري شړلو مخه ونیسي
د افغان خبریالانو فدراسیون چې له افغانستان بهر افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په کې راټول شوي یو ځل بیا د ملګروملتونو په ځانګړي ډول د کډوالو د نړیوالې ادارې (IOM) څخه غوښتي، چې له پاکستان څخه دې د افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د جبري شړلو مخه ونیسي.
آیا منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو بریدونه به ایران سره د شخړې سبب شي؟
که له یوې خوا متحده ایالات زیار باسي د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د منځني ختیځ نورو سیمو ته خپره نشي، په عین حال کې د دې جګړې پیل کیدو راهیسې په منځني ختیځ کې په میشتو امریکایي ځواکونو د ډرون یا بې پیلوته الوتکو بریدونه ډیر شوي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
پاکستان وایي ۲ سوه زره افغانان پخپلې خوښې افغانستان ته ستانه شوي
په پاکستان کې چارواکو دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې ددې هیواد د بیلا بیلو برخو څخه نږدې ۲ سوه زره افغانان پخپلې خوښې افغانستان ته ستانه شویدي.
سپینه ماڼۍ وایي د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند ملاتړ نکوي
سپینې ماڼۍ دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) وویل چې په اوس وخت کې د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند غوښتنو ملاتړ نکوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د کډوالو د شړلو په درشل کې، پاکستان کې د افغان ماشومانو یو شمېر ښوونځي وتړل شول
په پاکستان کې د افغان ماشومانو دپاره یو شمېر ښوونځي د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) په داسې حال کې وتړل شول چې کورنۍ یې له پاکستان څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ایا په غزه کې د سولې امکان شته؟ - سپینې خبرې
په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پراخېدو سره د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. ایا په غزه کې د اوربند او دایمي سولې امکان شته؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو پلان څومره د پلي کېدو وړ دی؟ - اشنا خپرونه
د امریکا غږ اشنا په دې خبري ټولګه کې د کډوالو د شړلو په اړه د پاکستان د پریکړې موضوع د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین سره سپړل شوې. د غزې امنیتي وضعیت او کرکټ نړیوال جام برسېره د افغانستان او نړۍ نور خبرونه هم په دې خپرونه کې شامل دي.
د ژبو د ودې لپاره د طالبانو د شورا اغېز به څه وي؟ - اتصال
طالبانو د ژبو د ودې شورا اعلان کړې ده. د اتصال په دې خپرونه کې ددې شورا پر موخو، اغېزو او کړنلارو بحث کیږي او په افغانستان کې لرغونو ابداتو ته پيښ ګواښونه څېړل کیږي.
ایران: په سیمه کې په امریکايي ځواکونو بریدونه د امریکا د 'ناسمو تګلارو' له کبله دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په عراق او د سیمې په نورو هېوادونو کې په امریکایي ځواکونو باندې بریدونه د اسرائیل څخه د ملاتړ په ګډون د امریکا د «ناسمو سیاستونو» له کبله بولي.
د اسرائیل ټانکونه غزې ښار ته نږدې شوي؛ ځمکنۍ جګړه پراخه شوې
عیني شاهدانو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) وویل د اسرئیل ټانکونه د غزې ښار څنډو ته رسېدلي.