په افغانستان کې د کارموندنې زمینې څنګه دي؟ ستاسو غږ
نن په ستاسو غږ خپرونه کې په افغانستان کې د کاري زمینو او فرصتونو او اقتصادي امکاناتو په اړه ستاسو غږ اورو. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
په اسیايي کرکټ لوبو کې د پاکستان خلاف د افغانستان بری - نن او وضعیت
په دغه خپروه کې په چین کې د روانو اسیايي لوبو په لړ کې د پاکستان خلاف د افغانستان د کرکټ ټیم پر بري او د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون د کرکټ د چارو شنونکي سره خبرې کوو. د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د امریکا د پولو تر شا د کډوالۍ کړکیچ؛ د بایډن اداره پر پوله د دیوال د غځیدو پلان لري
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن، د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر پنځمه) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال، د مکسیکو سره په پوله د سرحدي دیوال د غځولو د پلان ننګه وکړه او ویې ویل، که څه هم د نوموړي په اند، دا ډول خنډونه ډیر ګټور نه وو، خو هغه په دې برخه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړې ته ژمن دی. سپینې ماڼۍ ته له راتګ وروسته د ولسمشر بایډن یوه لومړۍ پریکړه دا وه چې "د امریکایی مالیه ورکونکو پیسې به پر پوله د دیوال جوړولو لپاره نه کارول کیږي" او دې پلان ته به ټول ځانګړې شوې مالي او بشري سرچینې وڅیړل شي. خو اوسمهال د ولسمشر بایډن اداره استدلال کوي، چې له مکسیکو سره پر پوله د دیوال لپاره کومه بودیجه چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال ځانګړې شوې وه، باید مصرف شي. د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړول د خپل کمپاین له مهمو ژمنو څخه بللي وو. ولسمشر بایډن په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دوی باید هغه بودیجه چې د هغه څه لپاره [ له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو لپاره] ځانګړې شوې ده، وکاروي. زه نشم کولی د هغه مخه ونیسم." هغه وویل چې، دغه بودیجه په ۲۰۱۹م کال کې د ټرمپ په مشرۍ د متحده ایالاتو کانګرس لخوا پر پوله دیوال لپاره ځانګړې شوې وې، خو امریکايي قانون جوړونکو له هغه وخته راهیسې د دغه بودیجې د تخصیص لپاره د هغه غوښتنه رد کړې ده. د دیوال نوې برخه به د متحدو ایالتونو او مکسیکو پولې ترمنځ د "ریو ګرانډ ویلی سکتور" کې جوړه شي، چیرې چې په روان مالي کال کې له ۲۴۵زره څخه ډیر غیرقانوني کډوالو امریکا ته ننوتلو هڅه کړې ده. بلخوا د امریکا د کورني امنیت وزیر، الخاندرو مایورکاس ویلی، چې اداره یې د پولې دیوال په اړه کومه نوې تګلاره نلري. په ورته وخت کې د مکسیکو ولسمشر هم دغه اقدام یو "شاتګ" بللی دی. متحده ایالاتو ته د ناقانونه کډوالو په شمیر کې زیاتوالی، نه یوازې په سویلي ایالتونو، بلکې په شمالي ایالتونو کې هم ډیر فشار راوړی دی. په دې وروستیو کې د ټګزاس ایالت د "ایګل پاس" ښار ته په څو ورځو کې د زرګونو کډوالو له رسیدو وروسته د دغه ښار، ښاروال بیړنی حالت اعلان کړ. همدشان متحدو ایالتونو ته غیرقانوني کډوالي د بایډن ادارې لپاره یو لوی سیاسي سرخوږی ګرځیدلی، مخالف جمهوري غوښتونکي ګوند نوموړي په کمزوري سرحدي پالیسیو تورن کړی دی. د پولې او د غیرقانوني کډوالي مسلې هان د اوکراین لپاره د امریکا د مرستې په اړه ناڅرګندتیا زیاته کړې، تر دې چې ځینې جمهوري غوښتونکو د بودیجې تصویب کولو څخه انکار کړی او ویليوو، تر هغه چې بایډن د مهاجرینو په اړه لاس په کار نشي، بودیجه به تصویب نکړي. په ورته وخت کې د پرمختګ غوښتونکي قانون جوړونکي الکساندریا اوکاسیو کورټیز په ګډون ځینې ډيموکراتانو پر پوله د دیوال د غځولو پر پریکړې نیوکه کړې ده.
له پاکستانه د افغانو کډوالو د ایستلو په اړه اندیښنې- سپینې خبرې
د امریکا غږ اشنا راډیو د سپینې خبرې په دغه خپرونه کې له پاکستانه د افغانو کډوالو د ایستلو په اړه بحث کتلای شئ. پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې باید غیرقانوني کډوال له دغه هیواده ووځي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پر ښوونځیو د بندیزونو له امله افغانو نجونو مدرسو ته مخه کړې ده - دېرش دقیقې
په دغه خپرونه کې په مدرسو کې د ځوانو افغانو نجونو د زده کړو په اړه له میلمه سره مرکه او دغه راز، له پاکستانه د افغانو کډوالو د ایستلو د خبرداري او د چارواکو د څرګندونو په اړه د خپرونې له میلمنې سره بحث کتلای شئ.
د لرې لارې نه د کارکولو ګټې او زیانونه ژوند په امریکا کې-
په متحده ایالاتو کې د نورو دولتي او خصوصي کارمندانو په څیر د امریکا غږ ډیری کارمندان د کورونا ویرس له خپریدو راهیسې له کور څخه کار کوي. اوس شا او خوا درې نیم کاله وروسته د امریکا حکومت او یو شمېر خصوصي شرکتونو پرېکړه کړې چې خپل کارکوونکي په اونۍ کې لږ تر لږه درې ورځې دفتر ته راوغواړي.په دې خپرونه کې داوود صدیقي د امریکا غږ له همکارانو سره د لرې نه د رسنیزو کارونو د کولو د تجربو په اړه خبرې کړې دي.
متقي له چین څخه د واخان د ترانزیټي لارې په جوړولوکې مرسته غوښتې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ټرانس هماليا فورم درېیمې ناستې ته په وینا کې د چین سره د واخان په سیمه کې د دغه هیواد په موافقه د نوې سرحدي لارې د پرانیستلو وړاندیز کړی او د چین او پاکستان ترمنځ د سیپک په اقتصادي پروژه کې د خپل حکومت د ګډون هیله یو ځل بیا تکرار کړې ده.
د بشري حقونو ایرانۍ فعالې نرګس محمدي د سولې نوبل جایزه وګټله
د نوبل د سولې جایزه د جمعې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴) په ایران کې زنداني د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په خلاف د هغې د مبارزې په خاطر ورکړل شو.
بشري حقونو مدافعان: پاکستان څخه افغان کډوالو ایستل د هغوی ځپلو لپاره طالبانو سره یو ډول همکاري ده
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د نیټې ټاکلو په پریکړه ژوره اندیښنه ښودلې او د دغه حکومت دغه پریکړه یې د طالبانو د حکومت سره یو ډول همکاري ګڼلې ده..
اصف درانی: افغانستان کې سوله او امنیت ټېنګ او پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي دي چې په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې سوله او امنیت ټېنګ کړي، له دغه ګاونډي هېواد څخه ترهګریزو بریدونو د پاکستان ثبات تهدید کړی دی.
یونیسف: اقلیمي افتونو میلیونونه ماشومان بې ځایه کړي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق [یونیسف] د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې۱۳) وویل چې د اقلیم بدلون له کبله پیدا شویو طبعي افاتو- سیلابونه، وچکالۍ، طوفانونه او اورونه- له ۲۰۱۶ کال څخه نیولې تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴۳.۱ میلیون ماشومان بې ځایه کړي دي.