ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کانګرس کې د اسرائیل او اوکراین لپاره د مرستو غوښتنه او د غونډې پر مهال د خلکو مظاهرې

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا په مجلس کې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د اسرائیل، اوکراین او سرحدي امنیت لپاره د ۱۰۶ ملیارد ډالرو بودجې په هکله د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، څو تنو د جګړې ضد مظاهره چیانو دا غونډه څو ځله اخلال کړه.

01.11.2023 امریکا غږ

د طالبانو سره اړیکو نه عادي کولو لپاره په نړیوال یووالي د لویدیځو هیوادونو ټینګار

د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو په افغانستان کې په روان وضعیت اندیښنې څرګندولو تر څنګ ویلي چې دا هیواد نه یوازې د خراب اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دی بلکې د ترهګرۍ خطر هم پکې شته دی.

01.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

01.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

31.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

31.10.2023 امریکا غږ

له پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو د شړلو اغیزې - سپینې خبرې

نن له پاکستان څخه د شاوخوا ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د شړلو د مهلت وروستۍ ورځ ده. ددغو کډوالو افغانستان ته ستنول به څه اغیزې ولري؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.

31.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

31.10.2023 امریکا غږ

پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو لړۍ - اشنا خپرونه

د امریکا غږ اشنا تلوېزیون د سې شنبې په خپرونه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه راپورونه، د اسرائیل او حماس د جګړې وروستی حال او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه خپریږي.

31.10.2023 امریکا غږ

پاکستان ولې افغان کډوال شړي؟ - اتصال

د اتصال په خپرونه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه د پخواني افغان سفیر محمد عمر داوودزي سره بحث شوی او دغه راز، د کرکټ په نړیوال جام کې د سري لانکا په وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې پر بریا خبرې شوي دي.

31.10.2023 امریکا غږ

ناروې: ممکن اسرائیل په غزې باندې بمباریو کې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړې وي 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت وایي چې د غزې په بمبارولو، د زرګونه فلسطینانو په وژلو او د سیمو په ورانولو سره ممکن اسرائیل نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي وي.   بارت له رویټرز خبري اژانس سره په مرکې کې وویل چې هېواد یې د ځان څخه د دفاع په برخه کې د اسرائیل ننګه کوي، خو باید نړیوالو قوانینونو ته پابندي او درناوی موجود وي.  د ناروې د بهرنیو  چارو وزیر وویل چې باید د ولسي خلکو او جنګیالیو ترمنځ توپیر وشي او ډاډ ترلاسه شي چې په پوځي بریدونو کې ولسي خلکو او ملکي تاسیساتو ته له حده د زیات زیان اوښتو مخه ونیول شي.  هغه وویل: «په دې باور یو چې داسې پېښې شته چې دا تناسب او تفکیک په کې په بشپړ ډول په پام کې نیول شوي نه دي.»  اسرائيلي مقامات وايي چې په غزې کې د حماس په جنګیالیو باندې د بمبارۍ په مهال قصدآ ولسي خلک نه په نښه کوي.   فلسطیني مقامات وايي چې د اسرائیل د بمبارۍ له پيل راهېسې شاوخوا ۸۵۰۰ کسان وژل شوي دي چې اکثریت یې ماشومان او ښځې دي.  اسرائیل وايي د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او ۲۳۹ نور یرغمل شوي دي. د اسرائيل صدر اعظم ویلي دي چې د حماس د له منځه وړلو پورې به په غزې باندې بریدونه روان وي.  ناروې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ کلونو په منځ کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ منځګړتوب وکړ، چې بیا د اسلو تړون وشو. له هماغې نېټې راهېسې ناروې له هغو ډلو سره کار کوي چې فلسطینیانو ته نړیوالې مرستې رسوي.  د ناروې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې شخړې ته باید د حل سیاسي لار ولټول شي.  نوموړي د غزې محاصرې ته په اشارې، چې اوبه، برېښنا او طبي امکانات پرې بند دي، وویل: «هغه څه چې په غزې کې یې ګورو، بشري وحشتناک ډراماتیک وضعیت دی.»  بارت وویل چې له سپوږمکۍ څخه اخیستل شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې سیمې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او زرګونه کورونه وران شوي ‌دي. نوموړي وویل چې طبي تاسیسات هم په نښه شوي چې د نړیوالو قوانیونو په اساس «څرګند مشکل ساز» دی.  نوموړي وویل: «ضرورت دی چې کلیدي مسائیلو ته ور وګرځو او فکر وکړو چې د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل لپاره باید څه وکړو.»  

31.10.2023 امریکا غږ

پاکستان ولې افغان کډوال شړي؟

د پاکستان حکومت شاوخوا ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو ته، چې ویل کیږي په دغه هېواد کې د قانوني اوسېدو اسناد نلري، د نومبر تر لومړۍ (لړم ۱۰) پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ووځي، که نه نو په زور به وشړل شي.

31.10.2023 امریکا غږ

د کډوالو د شړلو د مهلت وروستۍ ورځ؛ لسګونه زره افغانان له پاکستان څخه د وتلو په حال کې دي

له پاکستان څخه د کډوالو د شړلو د ضرب الاجل ساعتونه وړاندې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم نهمه) له لسو زرو څخه زیاتو افغانانو له دغه هېواد څخه د وتلو دپاره د سرحدونو ته مخه کړې ده.

31.10.2023 امریکا غږ

د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د اروپايي ټولنې د مرستو لومړۍ چوپه ورسیدله

د اروپايي ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو اداره (ECHO) وايي چې د دوشنبې په ورځ اکتوبر۳۰( لړم اتم) د اروپايي ټولنې د بشري مرستو لومړۍ چوپه چې ۹۲ ټنه مواد په کې شامل و د هرات ولایت رسیدلې ده.

31.10.2023 امریکا غږ

خبریالانو ملاتړ اداره: ملګري ملتونه دې له پاکستان څخه افغان خبریالانو جبري شړلو مخه ونیسي

د افغان خبریالانو فدراسیون چې له افغانستان بهر افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په کې راټول شوي یو ځل بیا د ملګروملتونو په ځانګړي ډول د کډوالو د نړیوالې ادارې (IOM) څخه غوښتي، چې له پاکستان څخه دې د افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د جبري شړلو مخه ونیسي.

31.10.2023 امریکا غږ

آیا منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو بریدونه به ایران سره د شخړې سبب شي؟

که له یوې خوا متحده ایالات زیار باسي د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د منځني ختیځ نورو سیمو ته خپره نشي، په عین حال کې د دې جګړې پیل کیدو راهیسې په منځني ختیځ کې په میشتو امریکایي ځواکونو د ډرون یا بې پیلوته الوتکو بریدونه ډیر شوي.

31.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more