د طالبانو د نظام په اړه د کرزي څرګندونو ته غبرګونونه - د اشنا د چهارشنبې خپرونه
نن چهارشنبې د امریکاغږ اشنا خپرونه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونې چې نور پدې هیواد کې په زور د رژیمونو سقوط نه غواړي او په اړوند یې غبرګونونه وړاندې کوو، همداراز د اوکراین او اسرائیل سره د مرستو اړوند د امریکا په کانګرس کې د اختلافاتو تفصیل او د افغانو کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د یو پروګرام له لارې د زده کړو زمینې برابرولو راپورونه لرو.
د آمو سیند په نفتي حوزه کې د طالبانو لخوا کیندنو او تړونونو ته کتنه – د اتصال د چهارشبنې خپرونه
په دې خپرونه کې د طالبانو لخوا د آمو سیند په نفتي حوزه کې د اتو څاه ګانو پر کیندلو او د نفتي تړونونو پر څرنګوالي، د څېړونکو سره خبرې شوي. په دوهمه برخه کې د چمن پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ورتګ بحث شوی دی.
حماس او اسرائیل د اوربند غځولو او د یرغمل او بندیانو خوشې کولو ته لیوال دي - سرچینې
د حماس او اسرائیل ترمنځ د مذاکراتو په اړه باخبرو سرچینو ویلي چې دواړه لوري د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د اوربند په غځولو غور کوي، چې په کې د یرغمل د خوشې کولو پدې پړاو کې نارینه یرغمل شوي کسان او اسرائیلي پوځیان هم شامل دي.
ساپۍ: د افغانستان چارواکې دې له وروستیو پېښو زدهکړه وکړي - ځانګړې مرکه
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، ګلالۍ نور ساپۍ وایي په افغانستان کې چارواکي باید د دردونکو پېښو نه زده کړې وکړي، که له پاکستان څخه د کډوالو ایستل دي او که په هرات کې د زلزله ځپلو سره مرسته، چارواکي باید پدې پوه شي چې په ټولنه کې د ښځو شتون څومره ضروري دی.
د پاکستان د کرکټ نوی کپتان وايي د خپل ټیم 'تاریخ به بدل' کړي
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم نوي ټاکل شوي کپتان شان مسعود ژمنه کړې چې ټیم به یې له استرالیا سره په راروانو ټیسټ لوبو کې "تاریخ جوړ کړي."
سویډن وايي ترکیې ژمنه کړې په ناټو کې یې غړیتوب په څو اونیو کې تصویب کړي
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) وویل چې د هغه ترکي سیال ژمنه کړې چې انقره به "په څو اونیو کې" په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي.
د امریکا یوه پوځي الوتکه له اتو سپرلیو سره په جاپان کې غورځېدلې
د جاپان د ساحل ساتنې ځواکونو ویلي، د امریکا یوه پوځي الوتکه چې د عملې اته غړي په کې سپاره وو، د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د جاپان په سواحلو کې نسکوره شوې ده.
ملګري ملتونه: هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده؛ یوازې ۳۷.۵ میلیونه مو ترلاسه کړي
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو څخه زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، چې تراوسه یې ددغو پیسو یوازې ۳۷.۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.
کرزی: د طالبانو رژیم دې په زور ړنګ نه شي؛ فعالانو د کرزي څرګندونې وغندلې
د افغانستان د معترضو ښځو د یوغورځنګ غړو په زور د رژیم د ړنګیدو سره د مخالفت په اړه د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي تازه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه د حکومت کړنې یې په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو د رسیدلو د لاملونو څخه یو لامل ګڼلی دی.
پښتین: د پاسپورټ لازمي کول به پر ډیورنډ کرښه سلګونه زره پښتانه بې روزګاره کړي
د پاکستان د بلوچستان په چمن ښار کې له تېرو څلوېښتو ورځو راهیسې د سوداګرو اتحادیې، سیاسي ګوندونو او لغړي اتحاد (پنډیانو) پرلت دوام لري چې له افغانستان سره تګ راتګ دې د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره باندې شي.
د نړۍ مشران: د دوو دولتونو جوړیدل د اسرائیل – فلسطین د شخړې حل یوازینی ځواب دی
د عربي دولتونو او اروپایي اتحادیې هیوادونو مشران چې د بارسیلونا په ښار کې راټول شوي و، پدې یې موافقه وکړله چې د اسرائیل – فلسطین د شخړې یوازینی ځواب د دوه بیلو دولتونو جوړیدل دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د اسرائیل – حماس اوربند پنځمه ورځ ؛ ۱۲ نور یرغمل شوي کسان خوشې شول
د حماس ډلې چې د غزې تړانګه یې په کنټرول کې ده، سه شنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ۷) ۱۲ نور کسان چې د اکټوبر په ۷ مې یې یرغمل کړي و، خوشې کړل او ټاکل شوې چې اسرائیل به هم د دې کسانو په بدل کې نور فلسطیني بندیان آزاد کړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰