سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
په هرات کې د شیعه ښځو مظاهره؛ 'امنیت غواړو'
په هرات کې نن یکشنبه ډسمبر درېیمه (لیندۍ۱۲) په لسګونو شیعه مذهبه ښځو «په شیعه ګانو» باندې د بریدونو په ضد مظاهره وکړه.
پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغیزې – د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
نن یکشنبې د امریکاغږ اشنا په خبري خپرونه کې پر افغانستان د اقلیمي بدلون په اغیزو راپور لرو. په منځني ختیځ کې د اوربند وروسته په غزه کې د جګړې دوام او په پاکستان کې د افغانو کډوالې ستونزو ته کتنه کوو.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
فرانسیس: د اسرائیل-حماس د اوربند ختمېدل دردوونکي دي، نوی اوربند دې وشي
په نړۍ کې د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانیسس د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند ختمېدل «دردوونکي» بللي او په دواړو خواو یې غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې نوی اوربند وکړي.
بشري حقونو مدافعان: نړۍ دې افغانستان کې شیعه ګانو د وژنو بندیدو لپاره جدي اقدام وکړي
د بشري حقونود مدافعانو د ټولنې په نوم یوې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په هدفي زنځیري وژنو کې شیعه ګان او هزاره ګان په مرموز او سیستماتیک ډول په نښه کیږي.
د طالبانو یو شمېر مخالف سیاسي مشران په افغانستان باندې د خبرو لپاره ویانا ته تللي
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي چې ددغې جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالف شخصیتونه او د سیاسي ډلو مشران اتریش کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره ویانا ته رسیدلي دي.
مکرون: که د اسرائیل هدف په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل وي، جګړه به ۱۰ کاله دوام ولري
د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون شنبه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) وویل چې په غزې کې د جګړې په بیا پیل کیدو "ډیر اندیښمن" دی او قطر ته روان دی چې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند بیا پیل کیدو په هلو ځلو کې مرسته وکړي.
امریکا له اسرئیل څخه په غزې کې د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه کړې
پداسې حال کې چې په سیمه ایز وخت یکشنبه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې یوه بله ورځ پیل شوه، د متحده ایالاتو حکومت جګپوړو چارواکو له اسرائیل څخه پدې تړانګې کې د ملکي فلسطینیانو د مړینې مخنیوي لپاره د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه کړې.
وسله والو پاکستان کې ۸ مسافر وژلي چې د پوځ سرتیري هم پکې شامل دي
په پاکستان کې چارواکي وایي د دې هیواد په شمال کې شنبه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) په یو مسافر وړونکي بس موټر د وسله والو په برید کې لږه اته مسافر وژل شوي او ۲۶ نور ټپي شویدي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د اسرائیل – حماس اوربند پای ته رسیدو راهیسې دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي
د غزې عامې روغتیا وزارت شنبه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) ویلي د حماس – اسرائیل تر منځ د شپږ ورځني اوربند پای ته رسیدو راهیسې پدې تړانګې کې لږ تر لږه دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي.
د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په تړاو د ورکړل شوې عریضې په اړه د پاکستان سترې محکمې د اورېدنې لومړنۍ غونډه کړې - ستاسې غږ
د پاکستان سترې محکمې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په اړه د ورکړل شوې عریضې په اړه د اورېدنې لومړنۍ غونډه کړې موږ د ستاسې غږ په نننۍ خپرونه کې د پاکستان د سترې محکمې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په اړه د ورکړل شوې عریضې په اړه د اورېدنې لومړنۍ غونډې په اړه بحث کوو. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
اقلیمي بدلونونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی - نن او وضعیت
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګی په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه د رابلل شوې غونډې له ګډونوالو څخه غوښتي چی د دې نړیوالې ستونزې سره د مبارزې لپاره عملی اقدام وکړی. دغې ادارې، نن په یوې اعلامیه کې ویلي، اقلیمي بدلونونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی. د نن او وضعیت په خپرونه کې په دې اړه د پروګرام د میلمه، د نړیوال کړکیچ او منازعاتو د حل لپاره د ملګرو ملتونو کارپوه - ډاکټر وحید وحیدالله سره بحث کوو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰