ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

11.11.2023 امریکا غږ

کرکټ نړیوال جام: انګلنډ پاکستان ته د ۹۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د کرکټ په نړیوال جام کې د شنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) انګلنډ پاکستان ته ۹۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

11.11.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د ښځو د ازاديو محدودیدل - سپینې خبرې

یوه نوی سروې ښیي چې په افغانستان کی د ښځو ازادۍ محدودې شویدي او کړاوونه زیات شویدي. له پاکستان نه، د سلګونو افغان کډوالو ښځو او نجونو ايستل دغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. د حل لاره څه ده ؟

11.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

11.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

11.11.2023 امریکا غږ

ابراهیم رئیسي: د اسرائیل پوځ باید د ترهګرو سازمانونو لیست کې شامل کړای شي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شنبې په ورځ نومبر یوولسمه (لړم ۲۰) د غزې په تړانګه کې د اسرائیل پوځي عملیاتو ته په اشارې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د اسرائیل پوځ د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړي.

11.11.2023 امریکا غږ

د ګالپ رپوټ وایي، د آزادۍ په هکله د افغان نجونو او میرمنو رضایت تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی - د آشنا د شنبې خپرونه

د ګالپ یوه نوې سروې ښيي چې د افغانو ښځو ازادي محدوده شوې او کړاونه یې زیات شوې دي. د دې نظرپوښتنې په سلو کې یوازې ۱۱ ګډونوالو ښځو ګالپ څیړنیز مرکز ته ویلي دي چې له خپلې ازادۍ څخه راضي دي او په سلو کې یوازې ۱۷ میرمنو ویلي چې ورسره په درناوي چلند کېږي.

11.11.2023 امریکا غږ

هېواد ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل - یوه موضوع څو زاویې

نړیوالې مرستندویې ادارې وایي ستنېدونکي افغان کډوال د یوې تیاره راتلونکې سره مخ دي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې په وینا په تورخم کې اړتیاوې زیاتې دي او هره ورځ د سلګونو کډوالو په ستنیدلو سره په دغه سیمه کې د کورنیو شمېر مخ پر زیاتیدو دی.

11.11.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

11.11.2023 امریکا غږ

بلاول بوټو: د ترهګرو او ملکي افغانانو ترمنځ فرق په کار دی

د پاکستان پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ایستلو په پالیسۍ انتقاد کړی او ویلي دي چې د ترهګرو او ملکي افغانانو ترمنځ فرق په کار دی.

11.11.2023 امریکا غږ

بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید د افغان کډوالو نیول، شړل او ډله ییز ځورول بند کړي

د بخښنې نړیوال سازمان په یو اعلامیه کې د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په عاجل ډ‌ول دې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو، افغانستان ته د شړلواو په ډله ییز ډول د هغوی ځورول بند کړي.

11.11.2023 امریکا غږ

د آزادۍ په هکله د افغان نجونو او میرمنو رضایت تر ټولو په ټیټه کچه کې دی – راپور

د نظر معلومولو یوې تازه سروې کې چې نتیجه یې جمعه نومبر ۱۰ (لړم۱۹) خپره شوې پکې معلومه شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې دننه د ژوندانه د چارو انتخاب په هکله د افغان میرمنو او نجونو رضایت تر ټولو ټیټې کچې کې و، ټولې افغان میرمنې رنځیدلې او ډیرو یې داسې احساس کاوه چې درناوی یې نه کیږي.

11.11.2023 امریکا غږ

پاکستان پدې هیواد کې د ثبت شویو افغان کډوالو د پاتې کیدو موده د روان کال تر پایه وغځوله

پاکستان جمعه نومبر ۱۰ (لړم۱۹) پدې هیواد کې د شاوخوا ۱.۴ ملیون افغان کډوالو د پاتې کیدو موده چې د اوسیدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه وغځوله.

11.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

11.11.2023 امریکا غږ

د کرکټ نړیوالې شورا د سري لانکا غړیتوب وځنډاوه

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي)د جمعې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) وویل چې د سري لانکا د کرکټ بورډ په چارو کې د حکومت د مداخلې له کبله یې په شورا کې ددغه هېواد شمولیت ځنډولی دی.

10.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more