تام ویسټ پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د ملګروملتونو چارواکو سره خبرې کړي
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو اړوند مسلو په اړه یې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR)او د مهاجرت نړیوالې سازمان (IOM) د چارواکو سره خبرې کړي دي.
د طالبانو پر دوو چارواکو باندې بندیز ته د مجاهد غبرګون؛ بندیزونو لګول د ستونزې حل نه دی
د طالبانو حکومت د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا ددغه حکومت په دوو لوړپوړو چارواکو باندې د بندیزونو لګولو ته په غبرګون کې دا نوي بندیدزونه غندلي او هغه یې د تیرو ناکامو تجربو تکرار بللی دی.
جرمني او ایران د بندیانو په تبادلې غږیدلي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې جمعه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) ویلي چې د خپل ایراني سیال سره د هغو جرمنیانو برخلیک په هکله غږیدلې چې په ایران کې بندیان دي.
امریکا د بشري حقونو سرغړاونو له کبله د طالبانو په دوو چارواکو بندیزونه ولګول
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت جمعه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) د نړۍ په نهو هیوادونو کې د بشري حقونو څخه د سرغړاونو له کبله په ۲۰ کسانو بندیزونه ولګول چې د طالبانو د حکومت دوه جګپوړي چارواکي هم پکې شامل دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا په غزې کې اوربند لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک ویټو کړ
د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د متحده ایالاتو استازي رابرټ ووډ جمعه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) د دې شورا پریکړه لیک چې په غزې کې د اسرائیل-حماس تر منځ په سمدستي توګه اوربند غوښتنه پکې شوې وه، رد یا ویټو کړ.
د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه
د یو شمېر عربي هیوادونو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل سفر په لړ کې په غزې تړانګه کې د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او همدارنګه یې له واشنګټن څخه وغوښتل چې د بشردوستانه اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک ملاتړ وکړي.
د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام کې افغانستان هند ته لوبه وبایلله
د کرکټ د ۱۹ کلنو د اسیا جام په سیالیو کې د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) د افغانستان لوبډلې له هند څخه د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
اردوغان په ناټو کې د سویډن غړیتوب پر انقرې د ایف-۱۶جټ الوتکو پیرودلو پورې مشروط کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ، ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷مه) وویل، چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب له غوښتنې څخه پدې شرط ملاتړ وکړي، چې د امریکا کانګرس د انقرې د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د پیرودلو غوښتنه ومني.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د محدودیت لاملونه - سپینې خبرې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي بیا نیوکه کړې چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له امله ملت له طالبانو واټن نیسي. د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د محدودیت لاملونه څه دي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
ویانا کې د طالبانو د مخالفو مشرانو د غونډې پایلې - حایل
د حایل ددې اونۍ په خپرونه کې، د ویانا د غونډې پایلې، د طالبانو د مخالفو مشرانو او ډلو ترمنځ د همغږۍ څرنګوالی، او د ویانا او دوشنبې په څېر غونډو کې د طالبانو د استازو نشتوالی څېړل شوی دی. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.