شاته

یوناما په کندز کې د ملکي تلفاتو په اړه پلټنه کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما وايي د ولسي خلکو وژل او ژوبلول د منلو نه دي او دا کار د سولې هلې ځلې له خنډ سره مخامخ کوي.

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی په کندز کې د هغه هوايي برید په اړه، چې د " ادعاو له مخې" ۳۲ ولسي خلک په ووژل شول او ۱۹ نور ژوبل شول، پلټنې کوي.

یوناما وايي په افغانستان کې امریکايي ځواکونو منلې چې ځمکني او هوايي بریدونه یې کړي او د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

راپورونه وايي چې د کندز په هوايي برید کې ۲۲ کورونه هم ړنګ او ویجاړ شوي دي.

د یوناما مشر تادامیچي یماماتو وايي "ولسي تلفات د منلو نه دي او دا په افغانستان کې د سولې او ثبات هلې ځلې کمزوې کوي. د ملکیانو د وژنې د غندلو ترڅنګ نړیوال ځواکونه باید د ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره ټول ممکنه اقدامات وکړي."

یوناما ټېنګار کوي، چې په دې اړه به بې پرې او عادلانه پلټنې کوي، چې په اینده کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شوي او قربانیانو ته دې تاوان ورکړل شي.

یوناما وايي په تېرې اونۍ کې د سړک غاړې ماینونو، ځمکنیو جنګونو، هوايي بریدونو او د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې یې د ولسي زیانونو په تړاو یې ۴۶ بېلابېلې پېښې ثبت کړي دي.

دغه راز یوناما وايي چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر له ۳۰ د نومبرې تر ۵ پورې یې راټول شوي ارقام ښيي چې په روان تاوتریخوالي کې ۹۵ ولسي خلک وژل شوي او ۱۱۱ نور ژوبل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ وویل چې د کندز د بوزي کندهاري په سیمه کې په دغه هوايي برید کې د طالبانو مشران هم وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.