شاته

د عراق ځواکونه موصل ته ننوتل خو داعش قوي مقاومت کوي

چارواکي وايي د عراق ځانګړي امنیتي ځواکونه د سه شنبې په سهار د موصل ښار څنډو ته ننوتل. یو وویل سره له دې چې داعش قوي مقاومت کوي، خو عراقي ځواکونه هڅه کوي چې د موصل ښار ته ننوځي.

دا په دوو کلونو کې لومړی ځل دی چې د عراق پوځ د موصل په خاوره قدم ږدي، دا شاید د عراق د پوځ د پیل شویو عملیاتو لپاره ښه پیل وي، مګر د موصل په نورو سیمو کې له داعش جګړه مارانو سره کور په کور جنګ،د هغوی شړل او وژل به ډېر وخت ونیسي.

د عراق د ځانګړو ځواکونو یو قومندان سمیع العریدي اسوشیټډ پرس ته وویل چې ځواکونه یې د موصل ښار په څنډې کې د کوک جلي سیمي ته ننوتلي او اوس ښار ته د نور وړاندې تګ په حال کې دي.

ده وویل" ځواکونو یې یرغل وکړ، داعش مقاومت کوي او کانکړیټي دیوالونه یې جوړ کړي دي. " هغه وايی چې ځواکونو یې د سه شنبې تر غرمې ۸۰۰ مېتره نور هم د ښار پر لوري پرمختګ کړی دی.

موصل د داعش قوي مرکز

موصل په عراق کې د داعش جګړه مارانو قوي مرکز بلل کیږي، خو د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي کلکه ژمنه وکړه، چې له داعش نه به د عراق لوېشت لوېشت ځمکه پاکوي. ده وویل چې داعش ته بله لار نشته، یا به وژل کیږي او یا به هم تسلیمږي.

د موصل د بیا نیولو عملیات شاوخوا درې اونۍ مخکې پيل شول. د متحدو ایالتونو پوځ اټکل کوي چې شاید د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ زرو ترمنځ د داعش جګړه مارانو په موصل کې دننه او شاوخوا ۲۰۰۰ زره نور یې په باندنۍ دفاعي برخې کې وي.

په دوی کې یې ۱۰۰۰ تنه یې بهرنیان ښودل کیږي. خو په مقابل کې یې ۴۰۰۰۰ مجهز او سنبال عراقي ځواکونه او کردي وسله وال دي چې د امریکا ملا تړ هم ورسره دی.

داعش ۴۰ عراقي سرتیري ووژل

ملګري ملتونه وايي د داعش ډلې موصل ته نژدې د عراق د امنیتي ځواکونو ۴۰ عسکر وژلي دي او هڅه کوي چې ۲۵۰۰۰ نور کسان سپر کړي.

په ژینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې راوینا شمدانساني د سه شنبې په ورځ وویل له سیمې نه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې دا پېښه د شنبې په ورځ شوې ده.

د رویټرزي اژانس وايي ویاندې وویل د اسلامي دولت ډلې جګړه مارانو د دوشنبې په سهار د موصل ښار په جنوب کې د حمام العلیل له سیمې نه ۲۵۰۰۰ کورنۍ په لویو ګاډو کې نورو سیمو ته انتقال کړي چې د ځان د ساتلو لپاره یې بشري سپر کړي.