شاته

افغانستان ته د شربت گلې د بیرته ستنولو لپاره هڅې پیل شوي

شربت گله په پیښور کې د جعلي اسنادو د لرلو په تور نیول شوې ده. په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال د فیس بوک په خپله پاڼه کې لیکلي چی هڅې یې لا دوخته پیل کړي څو شربت گله چې د څلورو لسیزو راهیسي په پاکستان کې اوسيږي، ډیر ژر له زندان څخه خوشي شي.

هغه زیاته کړه چې د هغې د نیولو د ځای پته یی لگولې او لا دوخته یی پدې اړه زیار پیل کړی دی.

د شربت گلی د آزادولو مسله ځکه اکثرو ته مهمه گڼل کیږي چې په نړیواله کچه، د افغانستان او افغانانو په یو نړیوال انځور بدله شوې، مشهوره څیره ده.

له همدې کبله په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر له ولسمشر اشرف غني هیله کړې ده چې افغانستان ته د شربت ګُلې او د هغې د کورنۍ د ستنیدو لپاره زمینه برابره کړي.

په لویدیځه نړۍ کې شربت گله د ښکلی شین سترگې افغانې نجلې په نوم شهرت لري.

پاکستاني چارواکو وویل پولیسو د نشنل جیوگرافیک د مجلې مشهوره څیره، ښکلي شین سترگې، شربت گله په پاکستان کې د جعلی شناخت کارت د جوړولو په تور ونیوله.

د فدرالي تحقیقاتو له ادراې څخه شاهد الیاس وایي پولیسو پرون چهارشنبې په پیښور کې د شربت گلې په کور باندې د یوې چاپې په نتیجه کې هغه ونیوله.

هغه د څوارلسو کلونو د زندان مودی خطر سره مخامخ ده.

د شربت گلې انځور چې د شنو سترگو ښکلا یی په نړیواله کچه شهرت لري، د لومړي ځل لپاره، د ستیف مک کوري په لاس په ١٩٨۴ میلادي کال کې وروسته له هغې خپور شو چې شربت گله یی د ناصر باغ د کډوالو په کمپ کې ولیدله او عکس یی واخیست.

خو اوس پوښتنه دا ده چې که افغان چارواکي افغانستان ته د هغی د بیرته ستنولو هڅې وکړي نو هغه به وغواړي چې افغانستان ته بیرته ستنه شي او که نه؟

ځکه د پاکستان د فدرال د تحقیقاتي څانګې یو پلټونکي شاهد الیاس اسوشیټډ اژانس ته وویل چې شربت ګلې په پاکستان کې د اوسیدو په مقصد جعلي اسناد جوړ کړي وو.