BBC
 شاته

پېښور: افغان کډوال وايي اړ شوي، چې خپل توکي په نیمه بیه وپلوري

Image copyright

پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان هټیوال خپل توکي په نیمه بیه پلوري.

د پېښور بورډ بازار کې یو افغان هټیوال کرامت خان، چې جونګړې ته ورته هټۍ کې ناست دی وايي، د ۱۰۰۰ روپیو بیې توکي په ۶۰۰ روپۍ پلوري.

نوموړی وايي 'له ۳۵ کلونو راهیسې یې دلته ژوند کړی، دلته پيدا شوي ماشومان اوس ځوانان دي، یوه لور ته راتلونکی نامعلوم دی او بل لور ته اوس ورسره د پولیسو چلند داسې دی، چې په خبره یې ورځ تېرول ګران دي.'

Image copyright

نوموړی وايي 'غواړي که نه، خو اړ دی، چې نور پېښور پرېږدي.'

د بي بي سي ځايي خبریال عزیزالله خان وايي له کرامت خان سره یې خبرې کولې، چې پولیسو دوه افغانان ونیول او ویل یې، چې د کارتونو موده یې پای ته رسېدلې.

دغه سیمه کې د پولیسو ګاډی د وېرې نښه بلله کېږي.

کډوال وايي، پولیس یې نیسي او د پيسو له اخیستو وروسته یې بېرته پرېږدي.

Image copyright

د بورډ بازار شاوخوا سیمه کې یو مهال ګڼ افغانان لیدل کېدل، دغه سیمه کې ډېری هټیوال هم افغانان وو، خو اوس دلته ډېر لږ کسان تر سترګو کېږي.

د یوه سپین ږيري افغان فاروق جان په خبره، دلته مېشت افغان کډوال کارت لري او که نه، خو پولیس یې نیسي، ځکه وايي د سیمې افغان هټیوال خپل توکي په نیمه بیه پلوري او له دغه ځایه کډه کوي.

پولیسو همدا نن له کارخانو مارکیټ سیمې شپږ افغانان نیولي، چې په وینا یې دلته د اوسېدو اسناد یې نه درلودل.

پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو له بریده وروسته ځايي پولیسو له شپږ زره ډېر افغان کډوال نیولي، چې وايي خپل هېواد ته شړل شوي دي.