BBC
 شاته

هندي چارواکي د ډیوالي کېدو نوي قانون بریا ته هیله مند دی

Image copyright

کېنګ فشر هوایي شرکت له کلنو راهیسې د هند د هوایي چلند سکتور یو مخکښ شرکت و، خو کله چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ډیوالي شو، نه یوازې د یاد شرکت مساپر او کارکونکي اغېزمن شول بلکې د هند هغه بانکونه چې دغه شرکت ته یې پور ورکړی و، تر اوسه له یو ميلیارد ډالرو زیات پوروړي دي.

د کینګ فشر هوایي شرکت آن د خپل مرکزي دفتر ودانۍ په څېر شتمنیو په پلورلو هم و نه توانید خپل کړي پورونه ورکړي.

دغه راز د یو شمېر نورو پوروړو کمپنیو د پورونو بېرته نه ورکولو له کبله د هند مرکزي بانک په ګډون د هند د بانکونو پر ګټه ناوړه اغېزې وشوې.

د هند دولتي بانکونو له ۲۰۱۳ کاله تر ۲۰۱۵ کاله پورې ۱۷ میلیارده ډالر هغه پورونه وبښل، چې بېرته نه ورکول کېدل او د دغو پورونو لویه برخه سترو شرکتونو تر لاسه کړي وو.

تر دا وروستیو پورې، پور ورکونکي د خپل پور بېرته تر لاسه کولو لپاره له ستونزمن او اوږده بهیره تېرېدل.

هند کې بانکونه د خپل پور بېرته اخیستو لپاره معمولاً څلور کاله درې میاشتو پورې وخت ته اړتیا لري. خو په امریکا، بریتانیا او ان ګاونډي پاکستان کې دغه موده لنډه ده.

امریکا کې دغه بهیر یو کال او پنځه میاشتې، بریتانیا کې یو کال او په پاکستان کې دوه کاله او اووه میاشتو پورې وخت اخلي.

نوی قانون

خو اوس هند د بانکونو ډيوالي کېدو په تړاو نوی قانون لري چې هیله کېږي ورسره به دغه مساله تر یوه بریده هواره شي.

د دغه قانون له مخې به د حل لپاره چټکه لاره موندل کېږي او له لومړي قسط وروسته، په ۱۸۰ ورځو کې پور بېرته تر لاسه کېږي او دا ټول بهیر به د یوازیني تنظیمونکي تر څارنې لاندې پر مخ بېول کېږي.

د هند مرکزي بانک په دې باور دی چې نوی قانون به بانکي سېسټم سره په ډېره ښه توګه مرسته وکړي.

د هند د مرکزي بانک عمومي مشر، راګورام رجن وايي:

'' د دغه قانون پایله کې د ناکامو پروژو بېرته پیل ډېر شوی او کله چې دغه قانون په بشپړه توګه پلي شي، زموږ بانکي سیسټم به چټک او د پرمختللیو هېوادونو په څېر شي.''

اوس دغه نوی قانون باید د شرکتونو پانګه اچونې کې خطر لږ کړي او د هند له اقتصاد سره د مرستې ظرفیت هم ولري.

دا د ونډو بازار کې پانګوالو ته یو ښه خبر دی. خو یوازې په هغه صورت کې چې دغه قانون په جدي توګه او څرنګه چې ژمنه شوې پلي شي.