شاته

نری رنځ هر کال یو عشاریه اته میلیون انسانان وژني

توبرکلوز یا د نري رنځ ناروغي هر کال په نړۍ کې شاوخوا یو عشاریه اته ملیونه کسان وژني. د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وایي چې وایي چې د سل ناروغي په ځینو هیوادونو کې مخ په زیاتیدو ده او تقریباً څلور ملیونه داسې کسان هم شته چې په توبرکلوز اخته دي او د علاج لپاره یې هیڅ هم نه کیږي.

توبرکلوز یا نری رنځ ساري ناروغي ده او دا پدې معنی چې د یو انسان نه بل انسان ته په مختلفو لارو چارو انتقالیږي چې یوه یې هم ټوخیدل دی. ډاکټر اریک ګوسبي د توبرکلوز د ناروغۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازیدی. د هغه کار دا دی چې د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د دې ناروغۍ په هکله معلومات راټول کړي او دا چې څنګه یې باید مخه ونیول شي.
" نری رنځ د هوا له لارې د یو انسان نه بل انسان ته خپریږي او بل داسې کوم شی نشته چې پدې ناروغۍ د اخته کیدو خطر زیاتوي. کله چې تاسو د یو چا څنګ ته ولاړ یاست چې په نري رنځ اخته وي او وټوخیږي، ناروغي یې تاسو ته سرایت کوي. د هغوي تر ټوخیدو وروسته مکروب ستاسو وجود ته داخلیږي. "

ډاکټر ګوسبي وایي چې نری رنځ هره ورځ په اوسط ډول پنځه زره کسان وژني. کله چې یو انسان پدې ناروغۍ اخته شي، په لومړنیو اونیو کې زیات ټوخیږي، تبه کوي او د شپې لخوا خولې کیږي.

وروسته بیا انسان کمزوری کیږي او وزن یې کمیږي. سره لدې چې توبرکلوز یا نری رنځ د انسان په سږو برید کوي خو ډاکټر ګوسبي وایي چې دغه ناروغي ښایي چې د انسان د وجود نورې اعضاوې هم زیانمنې کړي. ډاکټر ګوسبي یو ځل بیا وایي چې د توبرکلوز یا نري رنځ ناروغي سره لدې چې وژونکې ده خو علاج یې کیدلی شي.

" نری رنځ تشخیص کیدلی شي او نوي په سلو کې د مکروب ضد په درملو یې علاج هم کیږي. دغه ډول دارو درمل همدا اوس هم پیدا کیږي. "

په ځینو هیوادونو کې خلک داسې فکر کوي چې توبرکلوز یا نری رنځ د پخوانۍ زمانې ناروغي ده او په همدې خاطر یې بودیجه ورته کمه کړیده. د هند په شان په ځینو هیوادونو کې چې زیات شمیر خلک پکې په نري رنځ اخته دي، د دې ناروغۍ سره مبارزې ته چندانې اهمیت نه ورکول کیږي.

ډاکټر ګوسبي یو ځل بیا وایي چې د زیکا او ایبولا په شان د وایرسونو د پیدا کیدو په خاطر د روغتایي کارکوونکو ټول پام دغو ویرسونو سره مبارزې ته اوښتی او نری رنځ ترې هیر شوی. ډاکټر ګوسبي وایي چې دا د اندیښنې وړ مسله ده.

" د نري رنځ د له منځه وړلو لپاره سیاسي اراده کمه شوې او اوس د ځینو هیوادونو د روغتیا وزارتونه یې پخپلو لومړیتوبونو کې نه حسابوي. همدا وجه ده چې دغه ناروغي زیاته شویده او زیات خلک وژني. د سل یا نري رنځ ناروغي په کال کې تقریباً یو عشاریه اته ملیونه خلک وژني او دا پدې معنی چې اوس نری رنځ په نړۍ کې یوازینۍ ساري ناروغي ده چې زیات شمیر خلک وژني. "

د نري رنځ ناروغي د نړۍ په هغو هیوادونو کې زیاته وي چې زیات نفوس ولری، خلک یې په کافي اندازه خوراکي مواد ونلري او حفظ الصحه پکې نه مراعت کیږي.

په نړۍ کې د ټولو نه زیات خلک په جنوبي افریقا، هند، اندونیزیا، چین، نایجریا او پاکستان په نري رنځ اخته دي. د ملګرو متلونو د معلوماتو له مخې د نري رنځ شپیته په سلو کې ناروغان په همدغو هیوادونو کې دي. ښاغلي ګوسبي وایي که د نړۍ ټول هیوادونه د نري رنځ په ورکولو کې همکاري وکړي، هیله ده چې تر 2030م کاله پورې به دغه ناروغي په نړۍ کې ختمه شي.