شاته

طالبانو د ارزګان د چورې پر ولسوالۍ برید کړی

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د چورې د ولسوالۍ د نیولو لپاره یې د وسله والو طالبانو هڅه شنډه کړې، خو لا هم په سیمه کې جګړه لا روانه ده.

د ارزګان د چورې ولسوالۍ پر مرکز وسله والو طالبانو نن سهار لویه حمله وکړه چې د سیمه د اوسیدونکو او ولایتي چارواکو پر وینا لا هم د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو برید کونکو ترمنځ درنه جګړه روانه ده .

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار د ولسوالۍ بازار ته د ننوتلو ته هڅه وکړه چې افغان ځواکونو يې مخه ونیوله ، خو هغه وویل جګړه لاهم په دغه ولسوالۍ کې روانه ده .

ښاغلي نایاب وویل " جګړه دوام لري پنځه وسله وال وژل شوي او څلور يې ټپیان دي ، زموږ د امنيتي قواوو څخه هم څلور تنه مرګ ژوبله لرو او زموږ یوې امنیتي پوستې له خپل موقعیت څخه تغیر کړی خو موږ کوښښ کوو چې د هوا له لارې خپل ځواکونه په ولسوالۍ کې اکمال کړو او تازه دمه سرتیري سیمې ته ولیږو او ولسوالي به سقوط ته پرېنږدو".

چوره د ارزګان د ولایت د مرکز ترینکوټ په شمال څلوېښت کیلو میترۍ کې پرته ده، چې له تیرکال راهیسې يې یوازې مرکز د افغان ځواکونو په لاس کې دی .

بلې خواته نن سهار د ترینکوټ ښار په درفشان سیمه کې د ملي اوردو یوې قرار ګاه سقوط کړی ځيني سرتیري يې وژل شوي ، ځيني يې ټپیان او یو شمېر نور يې له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

په ارزګان کې یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د سنجکار په امنيتي قرار ګاه کې ټولټال د ملي اوردو ۲۰ تنه سرتیري موجود وو چې له وسله والو سره په جګړه کې پنځه تنه وژل شوي ۶ تنه يې هم ټپیان شوي او پاته نه نور له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم په یو بیان کې د دغې قرارګاه د نیولو خبر ورکړی دی.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ادعا کړې چي د سنجکار قرار ګاه يې تر یوې سختي جګړې وروسته تر خپلي ولکې لاندې را وستې او د دغې قرارګاه ټول تجهیزات يې له ځان سره وړي دي.

د ارزګان د مرکز ترینکوټ په ګډون د دې ولایت په ټولو شپږ ولسوالیو چوره ، چنارتو ، چارچینو ، خاص ارزګان ، ګیزاب، دهراود او شهیدحساس کې د حکومتي قواوو او وسله والوطالبانو ترمنځ نښتې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې روانې دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي