BBC
 شاته

د جرمني کورنیو چارو وزیر د نورو بریدونو د خطر خبرداری ورکړی

Image copyright
Image caption ریاض په ویډیويي کلیپ کې د سوریې لپاره د شام نوم اخلي، چې دا په پاکستان کې د سوریې لپاره کاروول کېږي

د جرمني کورنیو چارو وزیر توماس دي میزیري وايي، کېدای شي کوچنۍ سخت دریځي ډلې یا ګوښي کسان په دغه هېواد کې نور بریدونه وکړي.

د دوشنبې پر ورځ د جرمني په سویلي باواریا ایالت کې یوه ۱۷ کلن زلمي په ریل ګاډي کې داسې حال کې برید وکړ، چې چاکو او تبر ورسره وو. دغه برید کې پنځه کسان ټپیان شوو، چې ویل کېږي د دوو روغتیايي حالت ښه نه دی.

دغه زلمی ۲۰۱۵ کال کې جرمني ته د کډوال په توګه ګوښی راغلی و.

نوموړي بریدګر یوه ویډیو کې ځان د اسلامي دولت نومي ډلې سرتېری بللی. د ښاغلي میزیري په وینا دغه زلمي د اسلامي دولت ډلې له تبلیغات اغېرمن شوی و، خو وايي داسې کوم ثبوت نه دی موندل شوی، چې ګواکې نوموړی د دغې ډلې لارښوونې منلې دي.

عیني شاهدانو ویلي بریدګر محمدریاض د برید پر مهال درې ځله د تکبیر ناره وکړه.

اسلامي دولت نومي ډلې د خپلې خبرې شبکې له لارې وروسته دغه زلمی خپل کس بللی دی.

د نوموړي په کوټه کې د یادې ډلې یو بېرغ موندل شوی، چې په لاس کښل شوی و. د جرمني څارګرو ادارو داسې کوم ثبوت نه دی موندلی، چې وښيي بریدګر د اسلامي دولت نومي ډلې غړی و. جرمن وزیر وايي:

''حکومت له وس سره سم هڅه کوي د دغه ډول بریدونه مخه ونیسي، خو زیاتوي، چې د دغې خبرې کوم تضمین نه شته.''

نوموړي د دوشنبې ورځې برید 'د لیونتوب او ترهګرۍ تر منځ یو څه ' بللي دي.

په هغه برید کې له ټپي شویو پنځو کسانو نه څلور یې د هانګ کانګ یوې کورنۍ اړوند وو، چې د جرمن چارواکو په وینا د دوو کسانو روغتیايي حالت خواشینونکی دی.

بریدګر محمد ریاض دا وروستیو کې د فرانکفرټ کډوالو له یوه پنډغالي ویزبرګ کې د یوې کورنۍ کره اوسېدو ته تللی و.

د هغه په اړه ویل کېږي، چې یو غلی هلک و، چې بیکرۍ یا ډوډۍ پخلنځي کې یې مزدوري کوله او هېڅ ډول سخت دریځي یې نه وه څرګنده کړې.

ایا بریدګر افغان و ؟

Image copyright
Image caption بریدګر محمد ریاض دغه مېشت ځای کې اوسېده او ویل کېږي، چې غلی زلمی و

خو اوس داسې پوښتنې هم راپورته شوې، چې ایا دغه بریدګر رښتیا افغان و که نه؟

رپوټونه ښيي، چې د نوموړي له مېشت ځای نه یو پاکستانی سند موندل شوی دی. داسې تصور عام دی، چې ګواکې جرمني کې له پاکستانه د راغلیو کډوالو پرتله افغان کډوالو ته ژر پناه ورکول کېږي او له دې کبله ځینې کسان ښيي چې له افغانستانه راغلي دي.

د پښتو ویلو پر مهال د بریدګر له خوا کارول شوي اصطلاحات ښيي، چې نوموړي لږ تر لږه پاکستان کې یوه څه موده تېره کړې ده.

ریاض په ویډیويي کلیپ کې د سوریې لپاره د شام نوم اخلي، چې دا په پاکستان کې د سوریې لپاره کاروول کېږي.

په افغانستان کې پښتو ژبي د سوریې لپاره د سوریې نوم اخلي. نوموړی دغه راز د پوځیانو لپاره د فوج نوم اخیستی، چې دا هم په پاکستان کې مروج نوم دی او په افغانستان کې یې پر ځای اردو کاروول کېږي.

خو ډېرو افغانانو ټول عمر په پاکستان کې تېر کړی، ښايي ریاض هم له هغو افغانانو یو وي، چې په ځانګړې توګه د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان کې پاتې شوی دی.

جرمني تېر کال اوږدو کې د نژدې یو میلیون کډوالو نوملیکنه کړې ده، چې په کې نژدې ۱۵۰ زره افغانان هم شامل وو، خو سږ کال چې اروپايي ټولنې د کډوالو بهیر مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته کړل، د کډوالو دغه بهیر سوکه شوی دی.