شاته

ناتو د افغانستان هوایي قوه د دقیقو عملیاتو لپاره روزي

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو یو نوی پروگرام پیل کړی چې له مخې یې افغان سرتیري د هوایي قواو لپاره ځمکني اهداف په نښه کوي. دوی هیله لري چې په دې سره وکړای شي د مخالفینو پرمختگ ډب او تر ډیره حده د ملکي تلفاتو کچه راټیټه کړي.

د ناتو سازمان په ٢٠١۴ کال کې د افغانستان د پوځ د هوایي قابلیت د لوړولو په گډون خپل عمده جنگي ماموریت پای ته ورساوه او اکثر پوځي مسؤلیتونه یې افغان ځواکونو ته وسپارل.

ناتو وایي د افغان هوایي ځواک د الوتکو شمیره مخ په زیاتیدو ده او پر وسله والو مخالفینو باندې درنې وسلې کاروي، خو دا چې د ځمکنیو قواو له لورې ورته ډیره لږه او یا هم هیڅ لارښونه نه کیږي نو موثریت یې کم دی.

د افغان ځواکونو امریکایي سلاکار ډگرمن اندي جانسن د لوگر په ولایت کې د وروستیو تمرینونو په ترڅ کې د رویترز اژانس ته ویلي "کله چې تاسې پرواز کوئ، نو د حوادثو بڼه له هغه څه څخه چې په ډگر کې پیښیږي ډیر توپیر لري." هغه وایي کله چې د پیلوټ پاملرنه هدف ته متوجه کړای شي نو موثریت یې خورا زیات وي.

د ناتو په اوسني روزنیز پروگرام کې ٦٠ تنه افغان زده کوونکي په مختلفو کتگوریو کې برخه لري او چارواکي په دې هیله دي چې د راتلونکي مارچ میاشتې پورې ١٠٠ تنه "د هوایي ځواک تکتیکي کنترولونکي" افغانان وروزي.

د لوگر په ولایت کې په دې پروگرام کې اوس پیلوټان او زده کوونکي په گډه په داسې حال کې د هوایي بریدونو په هم آهنگۍ بوخت دي چې جنگي الوتکې او هلیکوپترې خپل ځمکني اهداف په نښه کوي.

ددغه نوي پروگرام له مخې چې د مارچ په میاشت کې پیل شوی د هوایي ځواک تکیتکي کنترولونکي په مستقیمه توگه په هوایي قواو کې جذب شوي چې د ډگرمن جانسن په وینا دغه نوي اصلاحات گټور ثابت شوي او اوس هغوی په عملیاتو کې موثر رول لوبوي.

رویترز وایي د افغانستان په شمال کې په وروستیو عملیاتو کې د یوې افغان الوتکې هوایي برید ته ٣٠ ثانیې پاتې وې چې د هوایي ځواک یو تکتیکي کنترولونکي د حملې مخه ونیوله ځکه چې ناحاپه د یوې رمې دوه شپانه هغه ځای ته ننوتل.

د جانسن په وینا که د هوایي ځواک دغه تکتیکي کنترونکی هلته نه وای نو کیدای شول چې ملکي تلفات رامنځ ته شي.

د هوایي ځواک د عملیاتو د هم آهنگۍ د پروگرام روزونکي د ملکي تلفاتو په کمولو کې خپل رول موثر گڼي. ددې پروگرام یو روزنکی لومړی بریدمن محمد اکرم وایي دوی کولای شي په دې توگه ملکي تلفات راکم کړي او د غلطو اهدافو د ویشتلو مخه ونیسي.

افغان ځمکنیو ځواکونو هڅه کړې چې د وسله والو مخالفینو مخه ونیسي خو هغوی تر ډیره د هوایي ځواک ملاتړ ته اړتیا لري.

د ٢٠١٦ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ١٣٣ افغانان په هوایي بریدونو کې مړه شوي او ١٥٩ ټپي شوي دي چې دا شمیر د تیر کال په پرتله په سلو ٧٢ زیاته ده. ملگري ملتونه وایي سږکال د ملکي تلفاتو له دریو څخه دوه برخې د افغان هوایي ځواک په بریدونو کې رامنځ ته شوي.