شاته

د ننګرهار په پچیراګام کې د داعش پروسله والو درنې بمبارۍ شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د پچیراګام په ولسوالۍ کې د دوهمې ورځې لپاره د اسلامي دولت یا داعش وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ درنې جګړې لا روانې دي چې په ترڅ کې دواړو خواو ته د سرزیان رسیدلی دی.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې له تېرې شپې راهیسې د پچیراګام ولسوالۍ په بر پچیر سیمه کې داعش وسله والو له ځايي ولسي پاڅون کونکو سره جګړه پیل کړې چې تر اوسه په کې څلور ولسي پاڅون کونکي وژل شوي، نهه ویشت زخمیان دي او له نن سهار راهیسې پر داعش وسله والو هوايي بریدونه هم پیل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې داعش جنګیالي غواړي د پچیر اګام په ولسوالۍ کې خپلې مورچې ټینګې کړي خو د دوی دغه پلان د هوايي بریدونو په پایله کې شنډ شوی دی .

نوموړی وايي چې له تېرې ورځې راهیسې ۲۲ د داعش جنګیالي له ولسي پاڅون کونکو سره په مخامخ جګړه کې او ۵۴ نور یې نن سهار د هوايي بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

د خوږیاڼي په وینا چې داعش وسله والو د ملکي وګړو ۲۳ کورنه هم سوځولي او یو شمېر کورنۍ د ځانونو د خونیتوب لپاره له خپلو سیمو څخه نورو ځایونو ته په کډه کولو لګیا دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي چې په دغه جګړه کې وسله وال طالبان او ولسي پاڅون کونکي د داعش له وسله والو سره په جګړه لګیا دي او که حکومت د هوايي بمبار پر مټ داعش جنګیالي ونه ځپي نو ډېرې وژنې به وشي.

دغه ځايي وګړی چې خپل نوم نه ښيي وايي چې داعش وسله وال د خلکو په کورنو ورننوتي او له کلیو څخه جګړه کوي.

په ننګرهار ولایت کې یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د پچیراګام ولسوالۍ په جګړو کې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو پاس پچیر سیمه تیره ورځ په خپل کنټرول کې راوستې ده.

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال له مرکزي ادارې څخه د داعش د ځپلو لپاره بېړنۍ مرسته غوښتې ده، تر څو په پچیر اګام ولسوالۍ کې د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

په پچیراګام ولسوالۍ کې تېره ورځ سهار وختي داعش وسله والو د ولسي پاڅون کونکو پر پوستو بریدونه وکړل، چې ورسره جګړه نورو سیمو ته هم غځېدله .

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې د داعش وسله وال هم په دې جګړو کې له درنو وسلو څخه کاراخلي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم داعش جنګیالیو د پچیراګام ولسوالۍ په ولسوالۍ کې څو واره جګړې کړي خو ولسي پاڅون کونکو او حکومتي ځواکونو بېرته له دغې ولسوالۍ څخه ویستلي دي.